1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالله گل پوره رايي نه دي ترلاسه کړي

۱۳۸۶ مرداد ۳۰, سه‌شنبه

د ترکيې په هېوادمشريزه ټاکنو کې، د عدالت او پرمختگ له گوند څخه کانديد او د بهرنيو چارو موجوده وزير عبداله گول لازم اکثريت ترلاسه نه کړ

https://p.dw.com/p/DKDP
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير عبد الله گل
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير عبد الله گلانځور: AP

د ترکيې په پارلمان کې د اولسمشر د ټاکنو په لومړي روڼ کې، د عدالت او پرمختگ له گوند AKP څخه کانديد د بهرنيوچارو موجوده وزير عبداله گول Abdullah Gül د رايو لازمه دوه پر دريه برخه نه ده گټلې.

د مۍ د مياشتې په ټاکنو کې، د راولاړو شوو لانجو او د مخالف لوري د بايکاټ له کبله نظامي مشرانو مداخله وکوله او ټاکنې سر ته ونه رسېدلی شوای.

څرنگه چې د جولای د مياشتې په پارلماني ټاکنو کې د عبداله گول گوندد څوکيو زيات اکثريت لاس ته وروړی، نو که د ټاکنو په دوهم روڼ کې نه وي، په دريم کې د نوموړي ټاکنه حتمي ده، او دا ځکه چې په دريم روڼ کې هسې د رايو اکثريت کفايت کوي.

که دوهم روڼ نتيجه ورنه کړي، نو بيا به د آگست د مياشتې په ٨ ورځ دريم او وروستی روڼ رايې اخيستل کيږي.