1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالله گل: کردي ياغيان ماتوو

۱۳۸۶ مهر ۳۰, دوشنبه

د ترکيې او عراق په گډه پوله تر تازه جگړو وروسته د ترکيې ولسمشر عبدالله گل په شمالي عراق کې د کردي ياغيانو د ماتولو پرېکړه کړې ده.

https://p.dw.com/p/DKCo
گل: »ترکيه د عراق ځمکنۍ بشپړتيا ته په درنه سترگه گوري«
گل: »ترکيه د عراق ځمکنۍ بشپړتيا ته په درنه سترگه گوري«انځور: AP
ښاغلي گل په يوه بيانيه کې څرگنده کړه چې ترکيه د عراق ځمکنۍ بشپړتيا ته په درنه سترگه گوري، خو د ترکيې حکومت بايد »د خپلو حقونو د خوندي کولو« دپاره هر راز کړنو ته چمتو وي. د ترکيې د دفاع وزير ويسدي گونول دا مهال له پولې ها خوا د ترکي پوځيانو عمليات رد کړل. د يکشنبې په ورځ د ترکي عسکرو او کردي ياغيانو تر منځ په نښتو کې لږ تر لږه 49 تنه وژل شوي وو. ياغيانو د خپلو څرگندونو له مخې گڼ شمېر ترکي سرتېري نيولي هم دي.