1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عثمان خان لالا: په بلوچستان کي طالبان د پاکستاني استخباراتو له خوا حمايه کيږي

۱۳۸۷ اسفند ۲۹, پنجشنبه

د امريکا تر څنګ د پاکستان د بلوچستان صوبې بعضي ګوندونه هم دا وايي چي په دغه ايالت کي د وسله وال طالبانو پناه ځايونه سته،چي د هغه ځايه افغانستان ته د جګړې له پاره ځي...

https://p.dw.com/p/HFZR
ترورستي ګروپونه د تمرين پر مهال
ترورستي ګروپونه د تمرين پر مهالانځور: AP

د امريکا متحده ايالاتو دا موضوع تر څېړني لاندي نيولې چي د طالبانو پر ضد دي خپل د پوځي عملياتو لمن د افغانستان د پولو څخه هاخوا قبايلي سيمو ته پراخه کړي. د نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي چي دوو تنو عالي رتبه کارپوهانو تر څېړني وروسته د متحده ايالاتو حکومت ته به دا مشوره ورکړې وي چي نه يوازي په قبايلي سيمو کي د طالبانو او القاعدي شکمن پټنځايونه په نښه سي،بلکي په بلوچستان په ايالت کي دي هم د طالبانو هغه مرکزي ځايونه تر اور لاندي ونيول سي. چي هلته په اغلت ګومان د طالبانو مشران کله ملا محمد عمر او نور ژوند کوي.

داسي تورونه هم لګول کيږي چي د بلوچستان په سيمه کي د وسله وال طالبانو مشران هم پټ دي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند استازی عثمان خان لالا تور لګوي چي پخپله د پاکستان استخباراتي ادارې د طالبانو سره لار لري.

«ترهګر په بلوچستان کي سته. ددوی حمايت د پاکستاني ځانګو لخوا کيږي. ملګرو ملتونو ته پکار ده چي دوی پاکستان ته ووايي چي ددې مخه ونيسي چي د پاکستان مځکه پر افغانستان د جګړې له پاره کارول کيږي.»

دسيمي د حالاتو کارپوه او ژورنالست رحيم الله يوسفزی هم وايي چي د پاکستان حکومت ته پکار ده چي په بلوچستان کي د وسله والو طالبانو مخنيوی وکړي.

«په بلوچستان کي د قبايلي سيمو په پرتله پاکستان واکمن دی. هلته د پاکستان پوليس، پوځ او نوري امنيتي ادارې فعاله دي. دوی بايد هلته د وسله والو مخنيوی وکړي.»

که څه هم چي دا خبره تر اوسه معلومه نده چي امريکايي بې پيلوټه الوتکي به په بلوچستان کي هم ځايونه په نښه کول پيل کړي او که نه،خو دا څرګنده ده چي پاکستان به ونه کړای سي چي ددې مخنيوی وکړي. اوس پوښتنه داده چي که دا کار په رشتيا تر سره سي نو ددې به څه ګټه وي. رحيم الله يوسفزی وايي چي دغه کار به د هيڅ طرف له پاره ګټور نه وي.

«روانه جګړه به لا پراخه سي او د جګړې يو نوی ډګر به پيداسي. د قبايلي سيمو په څېر به په بلوچستان کي اولسي خلکو ته زيان ورسيږي او پدغه سيمه کي به هم د امريکا او پاکستان د حکومت په وړاندي کرکه زياته سي. پدې توګه به طالبان وکولای سي چي نور ملګري او خواخوږي پيدا کړي.»

کيدای سي چي اوس د پاکستان پر حکومت فشار لا زيات سوی وي اود بلوچستان په سيمو کي د وسله والو پر ضد خپل په دريځ کي بدلون راول.

احمد ولي اڅګزی

کتونکی: زيارمل