1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«عراقي ځواکونو بشپړ موصل ونيوی»

۱۳۹۶ تیر ۱۸, یکشنبه

عراقي ځواکونو ويلي چي په عراق کي يې د داعش مرکزي ښار موصل په بشپړه توګه نيولی دی. بشپړ خبر دلته ولوئ:

https://p.dw.com/p/2gE6d
Irak, Rückeroberung von Mossul vom IS
انځور: Reuters/A.Saad

د عراق حکومت وايي چي ځواکونو يې د موصل ښار په بشپړه توګه له داعش څخه نيولی دی. د فرانس پرېس خبري آژانس د خبر له مخي د موصل ښار پاتي برخي هم د حکومتي ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.

د عراق د لومړي وزير حيدرالعبادي د دفتر له خوا د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جولای ۹مه نېټه) يوه اعلاميه خپره سوې ده. په دغه اعلاميه کي د هيواد قواوو ته د دغې «مهمي بريا» مبارکي ورکول سوې ده.

موصل د عراق دویم لوی ښار دی. داعش دغه لوی ښار په ۲۰۱۴ کال نيولی ؤ او له هغه ځای څخه يې د عراق او سوريې په بعضو سيمو کي اسلامي خلافت اعلان کړی ؤ. د عراق ځواکونو د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په مياشت کي د موصل د بېرته نیولو عمليات پېل کړي ول.

د موصل ښار ختيځه برخه د روان مېلادي کال په جنورۍ مياشت کي د عراقي ځواکونو له خوا ونيول سوه. د هغه څخه يوه مياشت وروسته د ښار د لوېديځي برخي د نيول کيدو عمليات پېل کړل سول. په دغو عملياتو کي د عراق د ملي اردو تر څنګ شعيه او نوري ملېشې هم برخه والي دي.