1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عراقي ځواکونو پر فلوجه، برید پېل کړ

آژانسونه / س. ر.۱۳۹۵ خرداد ۱۰, دوشنبه

د عراق ځانگړو قطعاتو چې د امریکا متحدو ایالاتو له هوایي ملاتړ څخه برخمن دي، د افراطي ډلې «اسلامي دولت» یا داعش څخه د فلوجه ښار د نیولو له پاره عملیات پیل کړي دي. لا هم په دغه ښار کې ملکي کسان شته.

https://p.dw.com/p/1Iww2
انځور: Reuters/A. Al-Marjani

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې عراقي ځواکونو له درو اړخونو څخه پر فلوجه ښار باندې حمله پېل کړې ده. د عراق د ترهگرۍ ضد ځانگړو قطعاتو ویاند صباح النورمان، ویلي دي: «موږ نن سهار وختي له داعش څخه د ښار د بیرته نیولو له پاره عملیات پیل کړي دي.» زیاته شوې ده چې د سویلي ولسوالۍ النعمیه څخه د نښتې د ډزو اوازونه اوریدل کیږي. د پوځ د معلوماتو له مخې د داعش جنگیالي سخت مقاومت کوي.

لکه څرنگه چې د دغه ماموریت مسوول قوماندان عبدالوهاب السادي، ویلي دي، د عراق له ځانگړو قطعاتو سره په ځمکنۍ جگړه کې متحدې ملیشي مرسته کوي او همداشان د نړیوال ائتلاف له هوایي ملاتړ څخه برخمن دي.

د خبري آژانسونو د رپوټونو په حواله په تیرو اوونیو کې عراقي قطعاتو د بغداد سویل په پنځوس کیلومترۍ کې پروت د دغه ښار د نیولو له پاره د تهاجمي عملیاتو د پیلولو له پاره چمتوالی نیوه. د فلوجه ښار د ۲۰۱۴م کال په پیل کې د حکومت د سني مخالفینو له لوري ونیول شو او تر هغې څو ورځې وروسته بیا د داعش لاس ته ولوید.

په وروستیو ورځو کې یوازې څو سوه کورنۍ پر دې توانیدلي دي چې له فلوجه ښار څخه وتښتي. د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې هغوی ویلي دي چې په دغه ځای کې ځیني کسان لا تر مخه له لوږې سره مخامخ دي. د هغوی په خبره داعش د پخوا په څیر له ښار څخه د اوسیدونکو د وتلو مخنیوی کوي. د اټکلونو له مخې اوس هم په دغه ښار کې ۵۰ زره انسانان اوسیږي.