1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عراقیان اروپا ته د رسیدو قانوني لارو په لټه کې

د فرانسې خبري آژانس۱۳۹۴ مهر ۴, شنبه

عراقیان په اردن کې له کلونو راهیسې تر ډیرو سختو شرایطو لاندې ژوند کوي. هغوی د کار اجازه نه لري او ورسره کافي مرستې هم نه کیږي. ډیر شمیر په غیر قانوني توګه اروپا ته اوښتي خو ځینې وایي چې دا کار به و نه ړکي.

https://p.dw.com/p/1Ge4m
انځور: picture-alliance/AP/R, Adayleh

هنا یوسف هم د زرهاو نورو عیسوي عراقیانو په څیر غواړي ځان اروپا ته د یوه ښه ژوند په لټه کې ورسوي. هغه اوس ادرن کې اوسیږي او د افراطي ترهګرو له ویرې د خپل هیواد پریښودو ته اړ شوې دی. هنا اوس ځکه په اردن کې پاتې دی چې اروپا ته د ځان رسولو مالي توان نه لري خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د هغه لامبو زده نه ده.

د زرهاو نورو عیسوي عراقیانو په څیر دغه ۴۵ کلن عراقي هم تر هغه وروسته د خپل هیواد پریښودو ته اړ شو چې د تیر کال په جون میاشت کې د هغه ټاټوبی، د موصل ښار، د اسلامي دولت ترهګرې ډلې تر کنترول لاندې راغی.

له یوه کال د ډیرې مودې له پاره یوسف، د هغه میرمن او څلور ماشومان دې ته په تمه دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یا UNHCR هغوی د کډوالو په توګه وپیژني او په یوه هیواد کې ورته د ژوند شرایط برابر کړي. هغه وایي: «موږ له یاده ایستل شوي یو، موږ شا ته پریښودل شوي یو. دا ډیر سخت شرایط دي.»

خو دغه عراقی وایي چې لا تر اوسه پورې دې ته چمتو نه دی چې د خپلو ډیر شمیر نورو عراقي هیوادوالو په څیر د انساني قاچاق وړونکو په مرسته او د اوبو له خطرناکو لارو ځان اروپا ته ورسوي. هغه وایي: «زه لامبو نه شم وهلی.» دغه عراقي زیاتوي چې اندیښمن دی، دوه کلنه لور او د کورنۍ نور غړي به یې و نه توانیږی چې له اوبو ژوندي تیر شي.

هغه وایي: «پر دې ټولو سربیره زه د دې کار له پاره پیسې هم نه لرم. د دغو ټولو لاملونو له کبله زه زړه نا زړه یم او ترجیح ورکوم چې انتظار وباسم.»

خو انتظار هم اسانه نه دی او له ډیرو ستونزو ډک دی ځکه د اردن قانون کډوالو ته د کار اجازه نه ورکوي. پر دې سربیره هغه تر اوسه پورې له هیڅ کومې سرچینې څخه هم مالي مرستې نه دي ترلاسه کړي: «موږ نه پوهیږو چې دلته به څه به وشي. موږ کار او یا هم معاش نه لرو.»

اردن ته تر رسیدو وروسته، هنا یوسف وایي چې یوازې د ۷۰ یورو په اندازه مرستې یې د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې څخه ترلاسه کړي دي. یوسف وايي: «موږ په څو لسیزو کې جوړ کړي خپل هر څه پریښودل.» یوسف اوس د اردن په پلازمینه کې د دوو نورو عیسوي عراقي کورنیو سره یوځای په یوه کور کې اوسیږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره په اردن کې شاوخوا ۵۰۰۰۰ عراقیان ثبت دي. په دې هیواد کې د دې ادارې استازی اندیو هارپر، وايي چې پر دې سربیره ۶۰۰۰۰۰ سوریایان هم په دې هیواد کې د کډوالو له ادارې سره ثبت شوي دي. هغه زیاتوي: «که کډوال په اردن کې د راتلونکې له پاره هیله او هدف و نه موندي، نو هغوی کوم بل بدیل نه لري. هغوی به یا عراق ته ستانه شي او یا خو به هم اروپا ته مخه کړي.»

په اردن کې د میشتو عراقیانو له ډلې څخه ۱۱۰۰۰ یې عیسویان دي چې یوازې ۲۰۰۰ ته یې د کلیسا له خوا د اوسیدو ځای او نورې مرستې برابریږي.

ناصر، میرمن او درې ماشومان یې اته میاشتې مخکې اردن ته رسیدلې دي. هغوی ته اوس د کلیسا له خوا د اوسیدو ځای برابر شوی دی.

دغې کورنۍ په استرالیا کې د پناه غوښتنه کړې وه خو دغه هیواد د هغوی غوښتنه رد کړه. خو دغه کورنۍ اوس په اروپا او یا هم د نړۍ په کوم بل ځای کې د قانوني قبلیدو په لټه کې دي. هغه وایي: «زه نه غواړم چې کوم غیر قانوي کار وکړم.»

بل عراقی عیسوي چې په اردن کې میشت دی فیدي عزیز، نومیږي چې له پنځو کلونو راهیسې په اردن کې له خپلې میرمن او څلورو لورګانو سره اوسیږي. هغه وایي چې لا ډیر وخت به هم په تمه پاتې شي خو له غیر قانوی لارې به اروپا ته د رسیدو هڅه و نه کړي. هغه وايي: «اروپا ته له غیر قانوني لارې تلل، قیمته او سخت کار دی او زما د ماشومانو د ژوند په بیه تمامیدای شي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب