1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عراق ته امريکايي پوځي سلا کاران رسېدلي دي

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ تیر ۴, چهارشنبه

د داعش یا عراق او شام اسلامي دولت په نوم وسله والي ډلي پر ضد جگړه کې د عراق پوځ د ملاتړ له پاره لومړنیو امریکایي پوځي سلاکارانو په خپله دنده پیل کړی دی. په عین وخت جان کیري له کردانو څخه غوښتي دي چې له بغداد سره ودریږي.

https://p.dw.com/p/1CPfD
انځور: Getty Images/Afp

په واشنگټن کې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت خبر ورکړی دی چې د متحده ایالاتو د ځانگړو ځواکونو شاوخوا ۴۰ تنو عسکرو په عراق کې په خپله دنده پیل کړی دی، څو د عراق پوځ پیاوړتیا او د یوه ځوابي تعرض امکانات و ارزوي. د دفاع وزارت له خوا زیاته شوې ده چې۹۰ تنه نور عسکر په دې بوخت دي چې د عراق له امنیتي ځواکونو سره په گډه په پلازمېنه بغداد کې د قوماندې یو گډ مرکز جوړ کړي.

په پام کې ده چې شاوخوا نور۵۰ اضافي امریکایي سرتیري به په راتلونکو ورځو کې عراق ته ورسیږي. پر دې سربیره په عراق کې هره ورځ امریکایي اکتشافي الوتکې له ۳۰ څخه تر ۳۵ الوتنې کوي، څو د وضعیت په اړه یو ښه انځور ولري.

د امريکا استخباراتي ادارې په شک او تردید کې دي

په دې ترڅ کې د امریکا د استخباراتې ادارې یو استازي په دې نظر دی چې ښایي د دې امکانات کم وي چې د یوه پیاوړي تعرضي برید پرته دې، د داعش اورپکي پر شا وتمبول شي. زیاته شوې ده چې دغه ملېشې له ځايي سني مشرۍ او قبیلو سره په اتحاد کولو سره ځان پیاوړی کړی دی. داسې اټکل کیږي چې په عراق کې د دغي ډلي د جنگیالانو شمیر له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پوري وي.

د ملگرو ملتونو د اټکل له مخې په عراق کې یوازي په جون میاشت کې د جگړې له امله تر ۱۰۰۰ زیات انسانان وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې د قربانیو درې پر څلورمه برخه ملکي وگړي جوړوي. دا خبره هم په ډاگه شوې ده چې د دغو کسانو یو شمیر له مذهب او یا هم له یوه ایتنیکي گروپ سره د تړوا لرلو له امله وژل شوي دي. په دغو کسانو کې د لږکیو غړي هم شامل دي لکه عیسویان.

د داعش جنگیالان په عراق او سوریه کې د یوه پراخ خلافت د رامنځ ته کولو له پاره جنگیږي. دغي وسله والي ډلي په دواړو هیوادونو کې یو شمیر سیمي نیولي دي او اوس د دغو سیمو د یو ځای کولو په هڅه کې دي. د بغداد پر لور د داعش ډلي پرمختگ د دغه هیواد د پوځ او د داو طلبو شیعه گانو له خوا و درول شو.

په عین حال کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د عراق په شمال کې د کردانو خپلواکې سیمې ته سفر کړی دی، څو دغه کړکېچ ته یو سیاسي حل پيدا کي. هغه پر عراقي کردانو غږ کړی دی چې د بغداد له حکومت سره ودریږي. خو د کردانو سیمه ییز مشر مسعود بارزاني، ویلي دي چې د دې «تصور گران دی» چې عراق دي د یوه واحد هیواد په توگه پاته شي.

خو د دې ټولو په پام کې نیولو سره، جان کیري ویلي دي چې د عراق پارلمان غواړي چې د جولای میاشتې پر لومړۍ نېټه د نوي حکومت په جوړولو پیل وکړي. دا کار د امريکا له غوښتنو څخه يو دی. خو د عراق د شخړه ییز حکومت له مشرۍ څخه د نوري المالکي د استعفا د غوښتني په هکله جان کیري کومه تبصره نه وکړه.