1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عراق د داعش ترکۍ غړې اعداموي

۱۳۹۶ اسفند ۷, دوشنبه

په عراق کې د داعش يا «اسلامي دولت» ډلې له ماتې راهيسې، د دې ډلې غړي چې ښځې هم پکښې شاملې دي، په جزا محکوميږي. اوس يو وار بيا څو تنې ښځې د مرگ په سزا محکومې شوي دي.

https://p.dw.com/p/2tKRV
Symbolbild Selbstmord
انځور: vkara - Fotolia.com

د عراق د پلازمينې بغداد يوې جزايي محکمې يو شمير په خټه ترکۍ ښځې له داعش سره د تړاو په تور د مرگ په سزا محکومي کړي دي. د ای ايف پي د خبري آژانس د ۱۵ او رويترز ۱۶ تنو د محکوميدو خبره کوي. د عدلیې د يوه وياند په حواله يوې بلې ترکۍ ته د عمري بند سزا ورکړل شوې ده. زياته شوې چې ټولو محکومو شويو پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

د پريکړي پر ضد دعوا

د عدليې په حواله دا ښځې چې عمرونه یې د ۲۰ او ۵۰ کلونو ترمنځ دي، په غير قانوني توگه عراق ته تللي وې، څو هلته له خپلو مړونو سره چې د داعش غړي ول، يوځای شي. ويل شوي دي چې يوې ښځې ويلي دي چې د جهادستانو په جنگي ليکو کې یې د عراق د عسکرو پر وړاندي جگړه کوله. د محکمې د معلوماتو له مخي دا ښځې کولای شي د محکمې د پريکړې پر ضد په يوه مياشت کې دعوا وکړي.

تيره اوونۍ د داعش د جنگيالو د کونډو يوې ډلې په محکمه کې ويلي ول چې دوی عراق ته د راتگ له پاره د خاوندانو له خوا مجبور کړل شوي وې. ځينو يې آن د گواښل کيدو څخه خبره کړې ده.

Syrien Frau und Kind eines vermeintlichen IS Kämpfers in Rakka
د داعش د ډيرو جنگيالو ميرمنې وايي چې دوی ته فريب ورکړل شوی ووانځور: Getty Images/AFP/B. Kilic

آلمانۍ ښځي هم په جزا محکومې شوي

تيرکال په عراق کې کابو ۱۰۶ تنه، زياتره په ترهگرۍ کې د لاس درلودو له وجې، اعدام شول. د عراق د ترهگرۍ ضد قوانينو د ۴ مادې پر اساس هر هغه څوک د مرگ په سزا محکوميدای شي چې په ترهگريز عمل یې لاس پورې کړي وي، پلان کړی یې وي او يا یې ورسره مالي مرسته کړي وي. همدا راز  ترهگرۍ ته هڅوونکي هم د اعدام د سزا له گواښ سره مخامخ دي.

په عراق کې نه يوازې عراقيان محاکمه کيږي، بلکې بهرني اتباع هم ځواب ويلو ته مجبور شوي دي. په جنوري میاشت کې د آلمان د منهايم يوه اوسېدونکې چې په خټه مراکشۍ ده، له داعش سره د اړيکو له کبله د مرگ په سزا محکومه شوه. په فيبرورۍ میاشت کې يوې ترکۍ ته هم د مرگ سزا ورکړل شوه.

د کار پوهانو د اټکلونو پر اساس په عراق کې اوسمهال د داعش کابو ۲۰ زره غړي بنديان دي چې په دوی کې تقريباً ۵۶۰ ښځې هم شاملې دي.

داعش ډلې په ۲۰۱۴م کال کې تر هغه وروسته چې کردي مليشې یې تر اربيل او عراقي ځواکونه تر بغداده پر شا کړل، د سوریې او عراق په ډيرو برخو کې «خلافت» اعلان کړ. خو د ۲۰۱۵م کال راهيسې دغه ډلې د سيمو په بايللو پيل وکړ او له ډيرو سيمو څخه وشړل شول.

د تير کال په دسمبر مياشت کې د عراق لومړي وزیر حيدر العبادي اعلان وکړ چې داعش ته یې په پوځي توگه ماتې ورکړه. خو په دغه هيواد کې د داعش ځينې هستې اوس هم فعالې دي.

as/JJ(afp,rtre)(B.S/N.Z)

زموږ له آرشیف څخه: