1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عربان نور خپل مطلق العنان واکمنان زغملای نه سي

۱۳۸۹ دی ۲۴, جمعه

په لبنان، تونس او الجزاير کي د را منځته سوو سياسي کړکيچونه په اړه په دوحه کي د بشري حقونو او د ديموکراسي يوي غوڼدي ته د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيری هيلري کلينتن وويل عربي نړي يو «بنسټيز بدلون» ته اړتيا لري

https://p.dw.com/p/Qs1S
امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينتن
امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينتنانځور: AP

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلينتن د عربي نړي د ديپلوماتانو او د مدني ټولني د مشرانو يو غونډي ته وويل هغه کسان چي په زور قدرت باندي منګولي خښي کړي نه شي کولاي چي تل تر تله پاتي شي.

ميرمن کلينتن په دوحه کي د بشري حقونو او د ديموکراسي يوي کلني جرګي ته په خپلي وينا کي د عربي نړي په روان وضعيت باندي نيوکي وکړي او وويل د سيمي «بنسټونه په ريګ کي د ډوبيدو په حال کي دي.» هغی وويل چي نوي منځني ختيځ يو« مضبوط بنسټ ته اړتيا لري که چيريغواړي چي ريښي يي ټينګي شي او هري خواته وده وکړي.»

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري په دوحه کي د « راتلونکي لپاره فوروم»په نامه د يوي ډلي يوي کلني جرګي ته دغه وينا وکړي. دغه ډله د اتو صنعتي دولتونو له خوا جوړه شوي او موخه يي په منځني ختيځ کي د ديموکراسی او بشري حقونو وده ده.

ميرمن کلينتن په خپلي وينا کي زياته کړه:« په داسي حال کي چي ځيني هيوادونه د حکومتوالي د وضعيت د ښه کولو په لور زيار باسي، په ډيرو نورو کي خلک له فاسدو تأسيساتو او بي روحه سياسي نظم څخه ستړي شوي دي.» هغی په خپلي وينا کي د عربي نړي د کوم خاص حکومت نوم وا نه اخيست.

خو د منځني ختيځ د حکومتونو په هکله د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزيري د داسي انتقادي يادونو سره سره د مصر د بشري حقونو د مطالعاتو يو مرکز چي مقر يي په قاهره کي دي د دوحي په « فوروم» باندي نيوکي وکړي او وويل چي هغه تر ډيري زياتي کچي د «سياسي بحثونو په يو کلوپ» بدل شوي او د هغه هدف لپاره چي دغی ډلی په لومړي سر کي ماموريت په غاړه اخيستي ؤ، مخ اړولي دي.

د مصر نوموړي مرکز وويل د «راتلونکي لپاره فوروم» په دي مقصد جوړ شوي ؤ چي هغه په« په عربي نړي کيسياسي اصلاحات په لاره واچوي او ديموکراسي او بشري حقونو ته وده ورکړي.»

د دوحي په غونډه کي د عربي هيوادونو د استازو او د عربی ټولني د عمومي منشي، امر موسي، ترڅنګ د فرانسي، کانادا او افغانستان د بهرنيو چارو وزيرانو هم ګډون درلود.

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري له عربي مشرانو څخه وغوښتل چي په خپلو هيوادونو کي هغه يو فضا رامنځ ته کړي چي ځوان نسل وکړاي شي د خپلو ټولنو په جوړولو کي مهم او رغوونکي نقش ولوبوي ترڅو «افراطي ډلي ونه توانيږي د نيمګړتياو له امله رامنځ ته شوی خلاوي ډکي کړي.»

قطر ته له رسيدو څخه مخکي ميرمن کلينتن په عمان کي وويل چي په اوسني وخت کي د ځوان نسل شمير په سيمه کي تر بل هر وخت څخه ډير زيات دي. د تيلو شتمنو هيوادونو - عربي متحده امارات، عمان او قطر - او دغه يمن ته د هغي د سفر هدف دا دي ترڅو د سيمي په ټولنيزو فعاليتونو کي د ځوانان نسل او بيا په خاصه توګه د ښځو ونډه تشويق کړي.

عربي هيوادونو ته د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزيری سفر په داسي وخت کي صورت مومي چي په لبنان کي ايتلافي حکومت منحله شوي او په تونس او الجزاير کي د حاکمو رژيمونو پر ضد د خلکو اوبيا په خاصه توګه د ځوانانو غوصي راپاريدلي دي. هغوي د بيکاري او د خوراکي توکو له لوړو بیوڅخه په تنګ راغلي دي.

د آلمان خبري آژانس/ عبدالباري حکيم

کتونکي: بريښنا صابر