1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عربستاني نجلۍ رهف، کاناډا ته پر لاره

۱۳۹۷ دی ۲۲, شنبه

داسې ښکاري چې له کورنۍ څخه د عربستانۍ نجلۍ رهف محمد القنون له کور څخه د تيښتې ناندرۍ نوره پای ته رسيدلې ده. تر دې مخکې ويل شوي وو چې هغه استراليا ته د تلو او دغه هيواد کې د پاتې کيدو قصد لري.

https://p.dw.com/p/3BS8r
Asylsuchende Rahaf Mohammed Alqunun in Bangkok
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Lalit

د کاناد لومړي وزير جستين ترودو هم د رهف د پناه غوښتنې خبره تائيد کړې ده.

د سعودي عربستان اوسيدونکې ۱۸ کلنه رهف محمد القنون د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ ۱۲مه) د کاناډا تورنتو ښار ته رسيږي. هغه چې په ټويټر ټولنيزې انترنيټي شبکه کې فعاله ده، د کاناډا پر لور تلونکې يوې الوتکه کې يې خپل يو اخیستلی انځور خپور کړی دی. هغې له ټولو هغو کسانو چې دغې اوونۍ کې يې ورڅخه ملاتړ کړی دی، مننه کړې ده.

رهف چې له خپلې کورنۍ سره کويټ ته سفر کړی وو د جنورۍ په ۵مه په کويټ کې له خپلې کورنۍ څخه وتښتيده او د بنکاک (د تايلنډ پلازمينه) په هوايي ډګر کې يې د پناه غوښتنه وکړه.

 تايلنډي چارواکو ويلي وو چې رهف دغه هيواد ته پرته له پاسپورټ او د بيرته ستنيدو ټکټ تللې، په همدې دليل هغه باید بيرته سعودي عربستان ته واستول شي.

رهف محمد القنون چې په يوه هوټل کې يې ځان پټ کړی او خپلې کوټې ته يې د مامورانو د دننه کولو ممانعت کړی وو، دغه خبر يې د ټويټر د لارې درواغ ګڼلی وو او زياته کړې يې وه چې پاسپورټ يې په تايلنډ کې د سعودي عربستان سفارت ضبط کړی دی.

Kandada Geologie l  Premierminsiter Justin Trudeau in Regina
د کانادا صدراعظم جستين ترودو - د آرشيف انځورانځور: picture alliance/empics/M. Taylor

د معلوماتو له مخې دغه عربستاني نجلۍ د اسلام له دين څخه وتلې ده او د خپلې کورنۍ له شديدو ګواښونو او فشارونو سره مخ ده.

د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ فعاليت

د کاناډا صدراعظم جستين ترودو د رهف د منلو د خبر په تائيدولو سره ويلي دي، د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ د دغې ځوانې عربستانۍ نجلۍ د منلو په برخه کې د کاناډا دولت ته رجوع کړې ده. ترودو زياته کړې، کاناډا په نړيواله کچه د بشر او د ښځو د حقونو مدافع دی، په همدې دليل يې رهف د پناه غوښتونکې په توګه منلې ده.

تر دې مخکې ويل شوي وو چې استراليا دغې ځوانې پناه غوښتونکې ته د «بشر دوستانه ويزې» د ورکړې اعلان کړی وو.

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنر فيليپو ګراندي وويل، د رهف محمد القنون قضيه د دې ښکارندويي کوي چې پناه غوښتونکي له څومره زياتو ستونزو سره مقابله کوي.