1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عربستان له اسراييلو سره د مناسباتو عادي کیدل غواړي

۱۳۹۷ فروردین ۱۴, سه‌شنبه

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان یو حیرانونکی گام واخيست. هغه د اسراييلو د موجودیت د حق په رسمیت پیژندلو وعده وکړه. دا ډول یو گام تر اوسه پوري د سعودي د محافظه کاره شاهي سلطنت یوه لوړ چارواکي نه وو اخيستی.

https://p.dw.com/p/2vOT7
Saudi-Arabien | Kronprinz Mohammed bin Salman
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

 د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان امریکايي مجلې «دَ اتلانتیک» ته ویلي دي: «زه گومان کوم چي ټوله انسانان، هر چیري چي وي، ددې حق لري چي په خپل هيواد کي په سوله ایز ډول سره ژوند وکړي.» سلمان خپلي خبري نوري هم مشخصي او ویې ویل: «زه گومان کوم چي فلسطينان او اسراييلیان د یوه هیواد درلودلو حق لري.»

محمد بن سلمان ټینگار وکړ چي دئ ددې پرضد هیڅ «مذهبي قیودات» نه ویني چي اسراييلیان او فلسطينان څنگ پرڅنگ ژوند سره وکړي، تر کومه ځایه پوري چي په بیت المقدس کي د مسلمانانو مهم مقدس ځایونه، لکه د الاقصی مسجد ساتل سوئ وي.

سلمان بیا وویل: «موږ په بیت المقدس کي ددغه مقدس مسجد په سبب مذهبي او د فلسطين د ولس د حقونو تشویش لرو. خو موږ د یوه بل ولس او ملت پرضد څه شی نه لرو.»

په عین حال کي وليعهد د ښکېلو اړخونو ترمنځ د سولي د یوه تړون څخه خبرداری ورکړ او ویې ویل چي دغه ډول یو تړون ته ډیره اړتيا ده، تر څو د ټولو له پاره ثبات ډاډمن او عادي مناسبات ولري.» د پاچا سلمان زوی ته په سعودي عربستان کي د یوازني قوي شخص په سترگه کتل کیږي.

د ایران پرضد اتحاد؟

د سعودي عربستان محافظه کاره شاهي سلطنت تر اوسه پوري اسراييل په ډيپلوماتيک ډول په رسمیت نه پیژني. خو د پردې تر شا په تیرو کلونو کي د دواړو هیوادونو ترمنځ کرار کرار روابط سم سوي دي. داسي چي، مثلأ سعودي عربستان تیره میاشت په اول وار د اسراييلو په هدف مسافر وړونکو الوتکو ته خپل فضايي حریم په اختیار کي ورکړ. همدا د تیرکال په نوامبر مياشت کي لا د اسراييلو د کابیې یوه وزیر له سعودي عربستان سره ارتباط منلئ ؤ.

له بلي خوا د سني سعودي عربستان او شیعه ایران ترمنځ مخ پر ډیریدونکي تشنج ته په کتو سره په دې اخرو وختونو کي داسي اوازې خپرې سوي دي چي د ریاض حکومت له اسراييلو سره نژدې همکاري غواړي. خو ولیعهد سلمان وايي چي ډیري زیاتي علاقه مندۍ موجودي دي چي هیواد یې له اسراييلو سره شریکوي. هغه ويلي دي: «که موږ سوله ولرو، نو د اسراييلو او خلیج د همکارۍ شورا ترمنځ  ډیري علاقه مندۍ هم موجودي دي.»

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم.( 30.12.2017 )