1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عرب ليګ د امريکا پر ضد پر ممکنه بنديزونو هم خبري وکړې

۱۳۹۶ آذر ۱۹, یکشنبه

د ډونلډ ټرمپ له شخړيزه فيصلې وروسته چي بيت المقدس يې د اسرائيل د پلازمېنې په توګه په رسميت وپېژند، عرب ليګ غونډه وکړه. دغه سازمان د امريکا د متحده ايالتو پر ضد پر ممکنه بنديزونو هم خبري وکړې.

https://p.dw.com/p/2p5zv
Ägypten Minister der Arabischen Liga tagen in Kairo
انځور: Reuters/M. Abd El Ghany

د عرب ليګ د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کي چي د مصر په قاهره کي تر سره سوه، ګډونوالو د امريکا پر متحده ايالاتو ږغ وکړ چي د بيت المقدس په تړاو خپله پرېکړه بېرته واخلي. ډونلډ ټرمپ يروشلم يا بيت المقدس د اسرائيل د پلازمېني په توګه په رسميت پېژندلی ؤ او له تل ابيب څخه يې و يروشلم ته د امريکايي سفارت د لېږد امر ورکړی ؤ.

د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۷ کال د دسامبر ۱۲مه) په خپره سوې د عرب ليګ د وزيرانو د غونډي په اعلاميه کي راغلي چي د ولسمشر ډونلډ ټرمپ فيصله «د نړيوالو قوانينو خطرناکه تر پښو لاندي کونه» ده. د عرب ليګ رئيس احمد ابو الغيط وويل چي ټرمپ په خپله فيصله سره د اسرائيل له لوري د ختيځ يروشلم يا بيت المقدس اشغال ته قانوني رنګ ورکوي. د دغه ښار ختيځه برخه چي د ملګرو ملتونو د پخوانۍ اعلاميې له مخي د فلسطينيانو برخه ده، اسرائيل په ۱۹۶۷ کال د شپږ ورځني جګړې وروسته اشغال کړه.

د فلسطين په رسميت پېژندل

احمد ابو الغيط وويل چي د ټرمپ فيصله «په سيمه کي د ټيکاؤ او سولي له پاره د امريکا د متحده ايالاتو رول او مسؤليت تر سوال لاندي راولي.» هغه زياته کړه چي د امريکا ياد رول نه يوازي په منځني ختيځ بلکه په ټوله نړۍ کي تر سوال لاندي راځي.

الغيط وويل چي د ټرمپ د پرېکړي په غبرګون کي بايد د نړۍ ټول هيوادونه فلسطين د خپلواک دولت په توګه په رسميت وپېژني او ختيځ يروشلم يې د پلازمېني په توګه. د فلسطين د بهرنيو چارو وزير رياض المالکي هم د الغيط غوښتنه تکرار کړه او ويې ويل چي نړۍ بايد فلسطين په رسميت وپېژني. هغه غوښتنه وکړه چي په دې تړاو دي په ملګرو ملتونو کي د يوې اعلاميې مسوده وړاندي کړله سي په کومه کښي چي د ډونلډ ټرمپ پرېکړه وغندله سي.

په عرب ليګ کي د نژدې ختيځ ۲۱ هيوادونه په شمول د فلسطينۍ خپلواکمنې ادارې غړيتوب لري.

د امريکا د متحده ايالاتو پر ضد بنديزونه؟

د لبنان هيواد د عرب ليګ په دغه غونډه کي چي د ټرمپ د يادي فيصلې وروسته په اضطراري توګه رابلل سوې وه، د امریکا د متحده ايالتو پر ضد د ممکنه بنديزونو خبره مطرح کړه. د لبنان د استازو دريځ دا ؤ چي د امريکا متحده ايالات بايد د بنديزونو په مرسته له دې څخه راوګرځول سي چي خپل سفارت له تل ابيب څخه و بيت المقدس ته انتقال کړي.

د لبنان د بهرنيو چارو وزير جبران باسيل وويل: «د دغه فيصلې پر وړاندي بايد مقدماتي احتياطي اقدامات وسي.» باسيل زياته کړه چي په لومړي سر کي بايد دغه تدابير دپلوماتيک وي، «وروسته سياسي، بيا مالي او اقتصادي.»

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (07.11.2017):