1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عرب لیګ د ګولان د لوړو په هکله د ټرمپ پریکړه رد کړه

۱۳۹۸ فروردین ۱۲, دوشنبه

د عربي هیوادونو د دولتونو او حکومتونو مشرانو د امریکا متحده ایالاتو له لوري د ګولان لوړې د اسرائیل د خاورې په توګه په رسمیت پيژندلو پریکړه رد کړې ده. دغه هیوادونه غواړي چې امنیت شورا او نړیواله محکمه مداخله وکړي.

https://p.dw.com/p/3G08B
Ahmed Aboul Gheit -  - Golan Höhen
انځور: picture-alliance/AP/H. Malla

عرب لیګ د متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ دا پریکړه رد کړې ده چې د اسرائیلو له لوري الحاق شوي د ګولان لوړې د اسرائیل د خاورې په توګه په رسمیت پيژني. د عرب لیګ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې د دولتونو او حکومتونو مشرانو د ترمپ پر دغه پریکړه انتقاد کړی دی او ویلي یي دي چې د ترمپ له خوا د دغو هسکو په رسمیت پيژندل د ملګرو ملتونو د منشور خلاف ګام دی.

اعلامیه زیاتوي چې له دې کبله دغه سازمان غواړي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې قضیه کې مداخله وکړي. عرب لیګ دا هم غواړي چې په دینهاګ کې د جزا نړیواله محکمه هم بايد دغه ګام غیر قانوني اعلان کړي.

Tunesien, Carthage: Salman Ben Abdelaziz Al Saoud
د تونس ولسمشر الباجي قاید السبسي (کیڼ لور ته) د سعودي عربستان له پاچا سلمان سره په سرمشریزه کېانځور: picture-alliance/C. Mahjoub

د سعودي عربستان پاچا سلمان، چې په تونس کې یي په ترسره شوي دغه غونډه کې ګډون کړی، وویل چې هیواد یي ټول هغه اقدامات ردوي، چې د سوریې حاکمیت اغیزمنوي. د لبنان ولسمشر میشایل اعون، وویل چې د متحده ایالاتو د ولسمشر ترمپ له لوري د ګولان په هکله پریکړه او د بیت المقدس د اسرائیل د پلازمینې په توګه په رسمیت پيژندل د نړیوالو پریکړه لیکونو سره په ټکر کې دي.

Israel - Syrien Golan-Höhen israelische Soldaten
یو اسرائیلی عسکر د ګولان په لوړو کې (آرشیف انځور)انځور: Imago/Xinhua/A. Margolin

په عربي نړۍ کې سعودي عربستان د متحده ایالاتو مهم متحد ګڼل کیږي. ترمپ او د هغه زوم جېرد کوشنر د ریاض له شاهي ماڼۍ سره نزدې اړیکي لري. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت او همداشان په خلیج کې د متحده ایالاتو نورو متحدینو لا ترمخه د ګولان په هکله د ترمپ پریکړه رد کړې وه.

خو سوریې په خپله په تونس کې په دغه سرمشریزه کې استازی نه درلود. په ۲۰۱۱م کال کې عرب لیګ په دمشق کې د احتجاج کوونکو پر وړاندې د حکومت له خوا تاوتریخوالي ډکو اقداماتو پر وړاندې د احتجاج په توګه د دغه هیواد غړیتوب وځنډاوه.

د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د تیرې دوشنبې په ورځ یوه اعلامیه لاسلیک کړه، چې په ترڅ کې یي د متحده ایالاتو له لوري د اسرائیل له لوري الحاق شوي ګولان تپې د دغه هیواد د خاورې په توګه په رسمیت پيژندل شوي. آلمان، فرانسې او اروپایي اتحادیې هم دا خبره روښانه کړې ده چې دغه په رسمیت پيژندل ردوي.

sr/nz (dpa, rtr, afp)