1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عصري دفتري وسایل خو زاړه مامورین

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ اسفند ۸, پنجشنبه

په ننۍ نړۍ کې کمپیوټر او انټرنټ د یوې ادارې له پاره یو اړین ضرورت گڼل کیږي، خو د افغانستان په ډیری ادارو کې اوس هم په اداري کارونو کې د آسانتیا د رامنځ ته کیدو له پاره له کمپیوټر څخه استفاده نه کیږي.

https://p.dw.com/p/1BGMQ
انځور: picture-alliance/dpa

په یوه دولتي شعبه کې اته تنه دولتي مامورین په پنډو دوسیو او کتابونو کې ادارې کارونه پر مخ بیایي. د دغه ادارې ودانۍ څلور کاله تر مخه جوړه شوې ده. د مرسته کوونکو موسسو له لوري د یوې عصري ادارې له پاره ټول اړین امکانات ورکړل شوي دي، خو پر یوه میز هم کمپیوټر نه تر سترگو کیږي.

تر هر میز د لاندې یو دوړو وهلی زوړ کمپیوټر ايښوول شوی دی، خو له هغې څخه استفاده نه کیږي. د دغه ادارې له پاره مرستندویه موسسو انټرنټ او د کمپيوټر شبکه فعاله کړه ده، خو کله چې خپله له کمپیوټر څخه استفاده و نه شي، نو انټرنټ او د کمپیوټر له شبکې څخه استفاده څرنگه وشي.

د متوسط عمر درلودونکي مامورین د دولتي تجربې په درلودلو سره نه یوازې له کمپیوټر څخه د استفادې پوهه نه لري، بلکې په تیرو دولسو کلونو کې د دغو مامورینو له پاره جوړ شوو ورکشاپونو هم هغوی له کمپیوټر څخه بشپړې گټې اخیستنې ته چمتو کړی نه دي.

سرگردانه کاري ځواک

هغه ځوانان چې په وروستیو کلونو کې له زده کړو څخه فارغ شوي دي او د کمپيوټر د پوهې سره آشنایي لري وایي چې د نړیوالې ټولنې د مرستو زیاته برخه د کمپیوټرونو او انټرنټ د چمتو کولو له پاره مصرف شوه، خو په عمل کې له دغه تکنالوژۍ څخه استفاده نه کیږي.

د عزیز الله په نوم یو تن چې د اقتصاد له څانگې څخه فارغ شوی دی او له کمپیوټر سره آشنایي لري وایي چې له میاشتو راهیسې د یوه کار د موندلو له پاره سرگردانه دی: «په خپلو سترگو مي لیدلي دي چې کمپیوټرونه یې ایښي دي خو مامورین په قلمونو او دوسیو باندې کار کوي او سیستم یې اوس هم قلمي دی. زموږ هیله دا ده چې نوی کمپیوتري سیستم دې فعاله کړای شي.»

د اداري اصلاحاتو کمیسیون وایي چې حتی تر اوسه له کمپیوتر او انټرنټ څخه د استفادې قانون موجود نه دی او تر اوسه په دولتي ادارو کې د «ایمیل» یا بریښنا لیکونو له لارې د مکتبونو استول رسمي بڼه نه لري.

له کمپیوتر او نوي ټکنالوژۍ سره نا آشنایي، په دولتي ادارو کې د پراخ اداري فساد سبب گرځیدلې ده. یو مراجعه کوونکی د خپل سند د لاسلیکیدو له پاره مجبوره دی چې څو ورځې په دولتي ادارو کې سرگردانه شي.

له پوهنتونونو څخه فارغ شوی ځوان نسل له کمپیوټر سره آشنایي لري، خو لویه ستونزه په دولتي ادارو د هغوی جذبیدل دي
له پوهنتونونو څخه فارغ شوی ځوان نسل له کمپیوټر سره آشنایي لري، خو لویه ستونزه په دولتي ادارو د هغوی جذبیدل ديانځور: DW/M. Farahmand

په داسې حال کې چې هر کال له په زرونو ځوانان له پوهنتونونو څخه فارغیږي او د کمپیوټر او انټرنټ سره هم آشنایي لري، خو په دولتي ادارو کې د هغوی د استخدامیدو چانس ډیر کم دی.

د سید عثمان په نوم یو تن چې غواړي له یوه ولایت څخه ځان بل ولایت ته تبدیل کړي وایي چې اسناد او ورقې یې په دولتي ادارو کې ورکې شوي دي او نه پوهیږي، چې څه وکړي.

د ادارې اصلاح؟

د افغانستان حکومت د ادارې د ښه والي له پاره، د اداري اصلاحاتو کمیسیون جوړ کړی دی خو دغه اداره پر دې نه ده توانیدلې چې په دولتي ادارو کې دې کوم موثر ښه والی رامنځ ته کړي.

د اداري اصلاحاتو د ریاست، د عامه اصلاحاتو سرپرست مشر نور محمد زرمتي وایي چې د خالي بستونو د نه موجودیت پر دلیل، په ادراو کې د ځوانانو د جذب زمینه وجود نه لري: «عامه اداره خپل بستونه لري، او د خالي بستونو پر اساس خلک جذبوي. دا چې کوم بست خالي نه دی، نه شو کولای څوک جذب کړو.»

د اداري اصلاحاتو کمیسیون وایي چې کسان په شفافه توگه جذبیږي، خو د ادارې د اصلاح له پاره ډیر وخت ته اړتیا ده او د حکومتي ادارو کمپیوټري کیدل به لږ تر لږه له درې کلونو څخه تر پنځوو کلونو وخت ونیسي.