1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

عطا نور بيا له مرکزي حکومت سره په لانجه کې ښکيل شوی

۱۳۹۷ اسفند ۲۳, پنجشنبه

په مزارشریف کې دوکانونه، ښوونځي او ځینې دولتي ادارې د پخواني والي او مرکزي حکومت تر منځ د نویو جنجالونو له کبله د پنجشنبې په ورځ تړلي پاتې دي. جنجالونه د کابل له خوا د نوي امنیه قوماندان د معرفي کولو پر سر رامنځ ته شوي.

https://p.dw.com/p/3F0LS
Gouverneur der Provinz Balkh in Afghanistan Atta Mohammad Noor
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

اسوشیتد پريس خبري آژانس د بلخ د ګوښه شوي قوماندان جنرال اکرم سامع، په حواله لیکلي دي چې د هغه ځای ناستي د کابل عبدالرقیب مبارز، د پنجشنبې په ورځ مزارشریف ته رسیدلی دی خو پولیس یې له هوایي ډګر څخه د وتلو مخ نیسي. تر دې مخکې د بلخ پخواني والي او د جمعیت ګوند اجراییه رییس عطا محمد نور، د چهارشنبې په ماښام ناوخته پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي وو چې د مزارشریف ښار اوسیدونکې دي د پنجشنبې په ورځ خپلو دندو ته نه حاضریږي.

نور ادعا کوي له ولسمشرۍ ماڼۍ سره په مخکنیو مذاکراتو کې د بلخ د امنیتې قوماندان پر سر توافق ته رسیدلی وو، خو ارګ بیا له دې توافق څخه سرغړونه کوي او نوی کس یې معرفی کړی دی.

د نور پر فیسبوک لیکل شوي دي: «ارګ له هغه تفاهم څخه چې د هغوی او بلخ تر منځ رامنځ ته شوی وو سرغړونه کوي او زموږ د خلکو پر ضد شومې برنامې عملي کوي.»

د چهارشنبې په ورځ هم نور یوې غونډې ته په وینا کې د افغانستان پر مرکزې حکومت سختې نیوکې کړې وې. هغه ویلي وو: «۸۸۸ قطعه د دې پر ځای چې ولسوالیو ته ولاړه شي او جګړه وکړي د خلکو کورونه تلاشي کوي پرته له دې چې د څارنوالي او محکمې اجازه او حکم ولري.»

نور زیاته کړه: «دوی [۸۸۸مه قطعه] ډیر رذیل دي. له همدې ځایه پر ۸۸۸مې قطعې غږ کوو چې رذالت بند کړي که نه نو موږ په دې برخه کې پریکړه کوو که آن د جګړې په قیمت او ارزش هم تمام شي.»

نور زیاته کړه: «زموږ د امینې قوماندان د یوه سیاسي تفاهم له مخې چې پکښې د امریکایانو او نورو لاسلیکونه هم شته، ټاکل شوی دی. اوس غواړي هغه ګوښه کړي او نن غواړي څوک راواستوي.»

هغه د افغان حکومت په مخاطب کولو سره وویل: «موږ ستاسو دغه بدلونونه نه منو. آن که په پایله کې یې کړکیچ او جګړه هم رامنځ ته شي.»

دافغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا د پنجشنبې په ورځ پر خپله فیسبوک پاڼه پر یوې خپرې شوې بیانیه کې ویلي دی چې د بلخ د پولیسو په رهبري کې یې د چارو د سمون په موخه بدلون راوستی دی. په اعلامیه کې راغلي دي: «د غیر مسوولو وسلوالو شتون، د جنایتکارو باندونو د فعالیت ډیریدو او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو ډیریدل د دې لامل شوي چې د بلخ ولایت په ځینو برخو کې نامطلوبه امنیتي وضعیت رامنځ ته شي. له همدې کبله د بلخ ولایت د پولیسو په رهبري کې د بدلون راوستلو پریکړه وشوه.»

ځايي اوسیدونکي اندیښمن دي

د پنجشنبې په ورځ د بلخ ولایت د مزارشریف ښار اوسیدونکو ورځ په ویره کې پیل کړه. د ښار اوسیدونکي وایي چې په سیمه کې ډیر وسلوال کسان تر سترګو کیږي او له دې ویره لري چې کیدای شي وضعیت تر دې هم کړکیچن شي.

حاجي قاسم، چې په مزارشریف ښار کې یو پلورنځای لري دویچه ویله ته وویل: «ښار یو پوځي حالت نیولی دی. په سهار کې وضعیت ډیر خراب وو.»

هغه وویل چې د رامنځ ته شوي وضعیت له کبله د مزارشریف ښار اوسیدونکو اقتصادي او روحي زیان ولید: «کیدای شوای چې نن ما پنځه یا لس زره افغانۍ کار کړی وای خو له دغه کاره شاته پاتې شوم. ما او په زرهاو نورو کسانو اقتصادي او روحي زیان ولید.»

تر دې مخکې هم د ۲۰۱۸ کال په لومړیو میاشتو کې کله چې ولسمشر غني د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور، استعفا ومنله، د دواړو تر منځ ستونزې رامنځ ته شوې. نور بیا تر میاشتو جنجالونو وروسته له دندې ګوښه شو او پر ځای یې نوي والي کار پیل کړ.