1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عظيمي: د افغان ځواکونو تلفات ډير سوي

۱۳۸۹ اسفند ۱, یکشنبه

د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي خبريالانو ته وويل چي د هوا په توديدو سره د دولت ضد مخالفينو په خوځښتونو کي ډير والی ليدل کيږي، او هغوی هڅه کوي چي د ژمي پرمهال خپلي له لاسه تللي سيمي بيرته لاندي کړي.

https://p.dw.com/p/R2Xk
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي او د ايساف ځواکونو وياند جنرال جوزيف بلوتڅ په يوه خبري غونډه کي
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي او د ايساف ځواکونو وياند جنرال جوزيف بلوتڅ په يوه خبري غونډه کيانځور: AP

د ملي دفاع وزارت نن د دلوي مياشتي عملياتي راپور رسنيو ته په واک کي ورکړ.

په دغه راپور کي راغلي چي د افغان ځواکونو د تلفاتو شميره په دلوي مياشت کي د تيري په پرتله زياته او د دښمن په مرګ ژوبله کي هم زيات والی راغلی.

جنرال عظيمي وايي، په تيره مياشت کي يې په سلګونو کړۍ هغه ماينونه هم تر لاسه کړي چي د حکومت ضد وسله والو له لوري د ورانکارو فعاليتونو لپاره په لويو لارو کي ځای پرځای سوي ول.

نوموړی وايي چي، د جدي په مياشت کي افغان ځواکونو ۳۴۷ کړۍ ماينونه شنډ او تر لاسه کړی ول په داسي حال کي چي په دلوي مياشت کي دغه شميره ۳۹۴ تنه لوړه سوي ده.

ځمکني ماينونه په تير ۲۰۱۰ کال کي د افغان او ناټو ځواکونو تر ټولو ستردښمن په ګوتو شوي چي هغوي ته زياته مرګ ژوبله هم ماينونه اړولي وه.

د ملي دفاع وزارت وايي چي، د دلوي په مياشت کي يي ۲۵ سرتيري وژل سوي خو اوس کورني ځواکونه دتير په پرتله ډير روزل سوي اوپه پرمختللو وسايلو هم سمبال دي.

جنرال عظيمي که له يوي خوا را روان پسرلی افغان حکومت ته مهم بولي، هغو مره يي دولت ضد زور پالو ته هم مهم په ګوتو کوي.

نوموړی وايي چي دولت ضد جنګيالي به هڅه وکړي خپلي کليدي له لاسه تللي سيمي تر فشار لاندي راولي تر څو بيرته هلته خوندي ځايونه جوړ کړي، چي د عظيمي په وينا افغان اوبهرني ځواکونه به يي له دغه کار څخه را وګرزوي.

د ملي دفاع وزارت وياند په داسي حال کي د اورپکو د تکتيکونو د بدلون خبر ورکوي چي په تيرو دوو مياشتو کي له ورايه د حکومت ضد وسله والو په بريدونو کي لوي بدلون ليدل کيږي.

تيره ورځ د ننګرهار په مرکز جلال آباد کي، له هغه دمخه په کابل او کندهار کي داسي بريدونه وليدل سول چي تير کال يې کم ساری ليدل سوی وو.

مخالفينو په دغو يرغلونو کي ډليز غلچکي تکتيکونه وکارول. هغوی لومړی په يوه ملکي ودانۍ ننوتل او وروسته يي ترينه يو شمير مهم حکومتي مرکزونه تر بريد لاندي راوستل.

په دغو حملو کي چي په کندهار، کابل او ننګرهار کي تر سره سوي شاوخوا ۲۵۰ تنو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل