1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عظيمي: د کامدېش ولسوالي مو بيرته و نيوله

۱۳۹۱ فروردین ۳۰, چهارشنبه

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي، چي د نورستان د کامدېش ولسوالي ئې د يولړ چاڼيزو عملياتو په ترځ کي له خپلو مخالفينو څخه بيرته نیولې ده.

https://p.dw.com/p/14fve
انځور: Getty Images

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي د چهارشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د اپريل ۱۸) په کابل کي خبريالانو ته وويل، چي دغه ولسوالي ئې له وسله والو څخه پاکه کړې ده او له هغوی څخه ئې ډيري وسلې او مهمات هم نيولي دي.

هغه وویل افغان ځواکونو له هغه وروسته په کامدیش ولسوالۍ کي عملیات پيل کړل، چي په دې ولسوالۍ کي یو شمېر توري جامې لرونکي وسله وال ځای پر ځای شول.

«کامدیش په بشپړه توګه تصفیه شوې ده، زموږ کوماندويي ځواکونو خپل عملیات پای ته رسولي دي خو د نورستان په اطرافو کي د ۲۰۱سیلاب قل اردو چاڼېزعملیات لا دوام لري.»

بل خوا وسله وال طالبان بیا دعوه کوي چې اوس هم د کامدیش ولسوالۍ ډيري سیمي د دوی په ولکه کي دي، او د پيل شوو عملیاتو په ترڅ کي ئې زیات شمېر کورني او بهرني سرتیري وژلي دي.

کامدیش ولسوالي څو واري د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس پر لاس شوې ده.

خو د ملي دفاع وزارت ویاند وايي ترهغه وخته پوري چي د ډیورنډ کرښي ها غاړه وسله والو ته پوځي روزنه دوام ومومي، پولي ته څېرمه ددغه راز ناامنیو مخنیوی ستونزمن کار دئ:

«ترڅو چي د پولي یا د ډیورنډ کرښې ها غاړه د وسله والو پټنځایونه او روزن ځایونه موجود وي، هلته ئې تمویل او روزنه دوام ولري، نو موږ بايد په سرحدي سیمو کي ځیني پیښې وزغموو.»

ظاهر عظیمي دغه راز په دې خبري غونډه کي د شیکاګو د غونډي په اړه هم څرګندونې وکړې او ويویل چې په دغه کنفرانس کي د افغان ځواکونو پر تمویل او مالي ملاتړ، د امنیتي مسئولیتونو د لیږد پر بهیر او د لیزبون کنفرانس پریکړې ارزول کیږي.

د شيکاگو غونډه چي په پلان کي ده يوه مياشت وروسته به جوړه سي، د افغانستان د ملي اردو د تجهیز او تمویل ترڅنګ به د د بهرنيو عسکرو د را ايستلو پر پلان هم خبري وسي.

ملي دفاع وزارت په داسي حال کي د افغانستان د ملي اردو د پیاوړتیا غوښتنه کوي چې د همدې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د پلازمېني په ګډون څو نورو ولایتونو کي د دولت وسله والو مخالفینو پر دولتي او ډيپلوماتیکو ودانیو ډله ییز بریدونه وکړل.

اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل