1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عظيمي: په سلهاوو افغان سرتیري نیول شوي دي

۱۳۹۱ شهریور ۱۵, چهارشنبه

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکو په لومړي ځل اعلان وکړ چي د ملي اردو له لیکو څخه ئې په سوو سرتیري د دولت له وسله والو مخالفینو سره د تړاو په تور نیولي دي.

https://p.dw.com/p/163rY
انځور: picture-alliance/dpa

ددغه وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د سپتمبر ۵) په کابل کي په یوه خبري غونډه کي وویل، د دغو سرتيرو له ډلي څخه پر یو شمېر ئې اسناد هم شته چي له وسله والو مخالفینو سره ئې تړاو لاره، خو یو شمېر نور بیا شکمن دي.

ښاغلي عظیمي زياته کړه چي د ملي دفاع وزارت د کشف ریاست په دې اړه پراخي څېړني پيل کړي دي، ترڅو معلومه کړي، چي د ملي اردو په لیکو کي څومره کسان د دولت له وسله والو مخالفینو سره تړاو لري:

«ددغو څېړنو پر بنسټ د ځېنو نېول شوو سرتیرو په اړه اسناد په لاس کي شته، خو ځیني بیا شکمن دي. تېره ورځ د کشف رئیس راته د سوو کسانو د نېولو وویل او دا څېړني دوام لري.»

ده ژمنه ورکړه چي ډیر ژر به ددغو څېړنو پایلي له بشپړو جزئیاتو سره د رسنیو په واک کي ورکړي.

سره له دې چي د ملي دفاع وزارت ویاند وايي، چي د ملي اردو لیکو ته د جلب و جذب بهیر په پوره دقت سره پرمخ ځي، یو شمېر پوځي شنونکي نیوکه کوي چې افغان امنیتي ځواکونو ته د جلب و جذب بهیر له ستونزو ډک دئ.

د پوځي چارو شنونکي جنرال عتیق الله امرخیل له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په خبرو کي وویل چي په تېرو لسو کلونو کي د افغانستان د ملي اردو د کیفیت پر ځای کمیت ته ډیره پاملرنه شوې ده.

د هغه په خبره همدا لامل دئ، چي د ملي اردو لیکو ته وسله وال مخالفین جذب شوي دي:

«د ملي اردو کیفیت ته چا پام ونه کړ، یوازي ئې کمیت ته پام وو، دا فکر ئې ونه کړ، چي دلته د دولت وسله وال مخالفین شته او هغه هم په کلیو او بانډو کي دي. هغوی هم کولای شي چي خپل کسان دلته ځای پر ځای کړي.»

د وروستیو شمېرو له مخي، د افغان سرتیرو له خوا پر بهرنیو پوځیانو ۴۰ يرغلونه شوي دي، چي په ترڅ کي ئې په لسونو بهرني پوځیان وژل شوي او ټپيان شوي دي.

دا مسئله د افغان او نړېوالو ځواکونو د سختي اندېښنې سبب ګرځېدلې ده، چي بالاخره ولسمشر کرزي د افغان سرتیرو له خوا پر بهرنیو پوځیانو د يرغلونو د دوام لامل په افغان ملي ځواک کي د بهرنیو استخباراتي کړیو کار وباله.

د ملي دفاع وزارت ویاند هم وايي، چي د سیمي استخباراتي کړۍ اوس د افغان ځانګړو کماندويي ځواکونو له بې ساري وړتیا څخه په وېره کي دي:

«د افغانستان ځانګړی کومانډويي ځواک اوس په سیمه کي بې ساری دئ، همدا لامل دئ چي د سیمي استخبارات زموږ له کومانډویي خاصو ځواکونو څخه په ویره کي دي او ددغو پیښو ترشا هم د همدغو کړیو لاس دئ.»

له بلي خوا ایساف ځواکونو هم ویلي دي، چي د افغان سرتیرو له خوا پر بهرنیو پوځیانو د برېدونو د مخنیوي په برخه کي ئې نوي تدبېرونه په پام کي نیولي دي.

د ایساف چارواکو په وینا ددغو تدبیرونو په لړ کي به تردې وروسته د افغان او ایساف ځواکونو ترمنځ استخباراتي معلومات شریکیږي او بهرنیو پوځیانو ته د افغاني دود او فرهنګ روزنه هم په دې تدابیرو کي شامله ده.

اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل