1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عظيمې: پاکستان باید د امونيم نايتريت مخه ونيسي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۹, پنجشنبه

که څه هم تور کود د بزګرانو د حاصلاتو د ډيروالي لامل کيده، خو اوس د جنګياليو لخوا له دغه توکي څخه د ماينونو په جوړولو کي کار اخيستل کيږي. افغان چارواکي پاکستان څخه غواړي چي افغانستان ته د دغه توکي د صادراتو مخه ونيسي

https://p.dw.com/p/11JdN
افغانستان کی لاس ته راغلی ماینونه
افغانستان کی لاس ته راغلی ماینونهانځور: DW

د افغانستان دفاع وزارت په ګاونډي پاکستان غږ کړي چې افغانستان ته د امونيم نايتريت د ليږدولو لاري بندي کړي.

يو مهال به افغان بزګرانو له امونيم نايتريت نه په خپلو کروندو کې د تور کود په نامه کار اخيست خو اوس طالبان تري نه د واټ د غاړې د ماينونو په جوړولو کې کار اخلي ځکه له يوه پلوه يې بيه ارزانه ده او له بل لوري په ځينو بازارانو کې په آسانۍ سره تر لاسه کيږي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند، ظاهر عظيمې، په يوه خبري غونډه کې وويل چې کورنيو او خارجي عسکرو ته ډيره مرګ ژوبله له همدغو بمونو اوړي.

رسمې شميرې ښيې چې په تيرو څلورو مياشتو کې د امونيم نايتريت څخه جوړو شويو بمونو 4360 چاودنې رامنځ ته کړي چې پکې ټول ټال 1820 تنه وژل شوي دي.

عظيمې وايې په ګاونډي پاکستان کې د سيمې په کچه د امونيم نايتريت دوه سترې کار خانې شتون لري او دوي څو څو ځله له دغه اړخه خپله انديښنه له اسلام آباد سره شريکه کړي ده .

عظيمې زياتوي: «افغان ځواکونو، ولسي خلکو، او ايتلافي عسکرو ته ډيره مرګ ژوبله د طالبانو له هغو بمونو اوړي کوم چې په ترکيب کې يې امونيم نايتريت کارول کيږي، د دغې مادې عمده فابريکې زمونږ په ګاونډي هيواد کې دي.»

د دفاع وزارت د وياند په خواله افغان ځواکونو په تيرو دوو مياشتو کې لس ټنه امونيم نايتريت پر داسي مهال نيولي چې لا وختې يې کارونه د ولسمشر د دستور له مخې ممنوع اعلام سوي وه.

د ملي دفاع دفاع وزارت وياند په دغه خبري ناسته کې په تيرو دوو مياشتو کې د افغان ځواکونو او وسله والو زور پالو د مرګ ژوبلي ارقام هم خبريالانو ته وړاندي کړل.

عظيمې وويل چې د اميد په نامه په دوه مياشتنيو تهاجمي عملياتو کې شاوخوا 1000 تنه زور پالي او حکومت پلوه عسکر وژل سوي دي.

ده وويل: « په تيرو دوه مياشتنيو عملياتو کې د دښمن 710 تنه جنګيالي وژل سوي، 1299 تنه يې ټپيان سوي، 122 تنه ژوندي نيول سوي او په همدې موده کې زمونږ 100 تنه سرتيري وژل سوي او 380 تنه نور ژوبل دي.»

کله چې د دفاع وزارت له نطاق څخه د افغان ځواکونو پروړاندي د زور پالو په ليکو کې د القاعدې تړاو جنګياليو د شمير او ځواک په اړه پوښتنه وشوه هغه وويل چې د طالبانو ځيني ډلي له القاعدي سره نږدې اړيکي لري.

ده زياته کړه: «مونږ په دقيقه توګه نه سو ويلاي چې د القاعدې څومره جنګيالي به په افغانستان کې شتون ولري، خو دومره ويلاي سو چې د هغوي يو شمير ګروپونه له طالبانو سره نږدې اړيکي لري، د القاعدې جنګيالي د رهبري په کچه هم فعاليت کوي او په جبهه وي جګړو کې هم برخه لري.»

د يادولو وړ ده چې د اسامه بن لاډن له مړينې وروسته لا هم دافغانستان په تاوتريخوالي کي کمي نه ليدل کيږي.

اوس ډيري خلک په دې باوري دي چې د زور پالو او نورو ترهګرو ډلو د مشرانو په نابوديدو سره د هغوي په قوت کې کمښت نه رامنځ ته کيږي ځکه هغوي د يوه ايډيالوژيک سيستم له مخې جګړه کوې او د تشې د رامنځ ته کيدو په صورت کي بل وړ کس د هغه د ځاي ناستي په توګه ټاکي.

جلالزي/ کابل
کتونکي/ مسعود جهش