1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عفرين د سوریې د جگړې په ډگر بدل شوی

۱۳۹۶ اسفند ۲, چهارشنبه

د ولسمشر بشارالاسد ځواکونه د سوریې شمالي ښار غفرين ته داخل شوي دي. دوی د ترکي ځواکونو په مقابل کې د کردانو د ولس ساتونکو مليشو ملاتړ کوي. ترکيه هڅه کوي چي هلته د کردانو د کورواکۍ مخه ونيسي. خو دا يو خطرناک سياست دی.

https://p.dw.com/p/2t3Fq
Syrien Konflikt in Afrin
انځور: Getty Images/AFP/O. H. Kadour

عفرين ته د ولسمشر بشارالاسد د ځواکونو تر رسيدو وروسته، د ترکیې پوځ چې د عفرين په ۱۷ کيلومترۍ کې پروت دی، پر دغه ښار هوايي بريدونه کړي دي. د ترکیې ولسشمر رجب طيب اردوغان د عفرين د کردانو د کلابندۍ گواښ کړې وو چې د بشارالاسد د ځواکونو ملاتړ کوي.

د بشري حقونو د څار سوريایي ټولنې له خوا چې مقر یې په بريتانيا کې دی، ويل شوي چې حکومت ته د فادارو جنگيالو کتارونه د سه شنبه ماښام (۲۰۱۸ م کال د فيبرورۍ ۱۹ نيټه) سيمې ته رسيدلي دي. دا واحدونه به د سوريې د يووالي او د هيواد د سرحدونو په دفاع کې مرسته وکړي.

کردان هڅه کوي چې د ترکیې د يرغل مخه ونيسي. د ترکیې ځواکونو او د «سوریې د آزاد پوځ» په نامه د هغوی متحدينو يوه مياشت مخکي په عفرين کې عمليات پيل کړي ول. دا سيمه د کردانو د ولس ساتونکي مليشو (YPG) له خوا کنتروليږي. ترکيه دې ډلې ته د کردانو د منع کړل شوي کارگر گوند د سوریې د څانگې په سترگه گوري او پر ضد يې جگړه کوي.

دمشق: «ترکيه عفرين بمباروي»

د سوریې د حکومت په حواله عفرين ته استول شوي حکومتي ځواکونه «ولسي دفاعي ځواک» دی. د بشري حقونو د څار سوريايي ټولنې ويلي دي چې تر اوسه عفرين ته يوازې د دغه مرستندويه ځواک يو څو مشران داخل شوي دي. زياته شوې ده چې تر اوسه هيڅ ډول درنه وسله ښار ته نه ده راوړل شوې. کردانو کابو يوه اوونۍ مخکي د سوریې له حکومت سره د مرستندويه ځواک د ليږد پر سر توافق کړی وو.

د آلمان د «هاينرش بول موسسې» د بیروت د دفتر مشرې بينته شيلر عفرين ته د «ولسي دفاعي ځواکونو» د ليږد په تړاو وويل: «د سوریې د منظم اردو ځواکونو شمير اوس ډير کم شوی دی. همدا وجه ده چې په هيواد کې بهرنۍ مليشې شتون لري او د اسد له پاره جگړه کوي. بل پلو بيا دغه ځواکونه چې اسد عفرين ته استولي دي، د سوريې د منظم اردو برخه گرځيدلی دی. دوی په عين حال کې «ولسي ساتونکي» هم دي. دا په دې معنا ده چې سړی له يوې ديپلوماتيکي شخړې سره مخامخ نه شي.»

Syrien Free Syrian Army Kämpfer in nahe Afrin
د «سوریې د آزاد پوځ» په نامه ډلې جنگيالي عفرين ته څيرمه ځای پر ځای شوي انځور: Reuters/K. Ashawi

عفرين ته د سوریې د ځواکونو تر داخليدو لږ د مخه کردانو پر روسیې تور لگولی وو چې د دې تړون د نه عملي کولو هڅه کوي او ترکیې ته یې پر عفرين د بريد له پاره شين څراغ ورکړی دی. دمگړۍ په دې اړه گونگوسي زيات شوي چې هغه کوم دليل کيدای شي چې روسيه یې د ترکیې د عملياتو ملاتړ ته  قانع کړې ده. د «المونيتور» په نوم انترنتي مجلې په يوه ارزونه کې ویل شوي چې روسيه ظاهراً تر اسد پر ترکيې زيات باور لري چې د جهادستانو پر ضد به جدي مبارزه وکړي. ويل شوي دي چې سربيره پر دې دا هم امکان لري چې روسيه د ناټو د دغو دواړو هيوادونو، امريکا متحدو ايالاتو او ترکیې ترمنځ د اختلافاتو رامنځته کول غواړي.

خطرناک سياست

ترکیې پر عفرين په بريدونو سره يوه خطرناکه لاره غوره کړې ده. دا خبره په لندن کې په چاپيدونکې ورځپاڼې «راي اليوم» کې شوې ده. د ورځپاڼې په حواله ترکیې په دې توگه داسې يوه جگړه پيل کړې ده چې په آسانۍ سره د سوریې نورو سيمه ته هم غځيدلی شي. ويل شوي دي چې ترکيه سربيره پر دې دا خطر هم پر سر اخلي چې د سوریې د کردانو او د دمشق د حکومت اتحاد لا پسې پياوړی شي.

آیا دا ممکنه ده چې روسيې د همدې پرمختگ وړاندوينه کړي وي؟ د مسکو د پوهنتون د ترکیې د سیاست استاد کريم هاس دا خبره له امکانه ليرې نه گڼي. نوموړي له بي بي سي سره په خبرو کې وويل چې د ترکیې پوځ ښايي د سوریې د کردانو پر ضد جگړه کې ډير زيان وويني. مسکو بيا دا وضعيت ترکیې ته د نژدې کيدو له پاره کارولای شي.

خو ولسمشر اردوغان ښايي دې خطر ته متوجې وي او د کمښت له پاره يې ښايي په هلو ځلو هم بوخت وي. په ۲۰۱۹م کال کې ولسمشریزو ټاکنو ته په کتو سره دی پوځي او په دې توگه تبليغاتي ماته نه شي زغملای. له همدې امله یې بايد عسکر په سوريه کې کلک چلن وکړي.

تبليغاتي جگړې

پروپاگندونه تل د جگړو ملگري وي. د ترکیې پوځ د سوریې پر حکومت په ختیځه غوطه کې د بشري حقونو تر پښو لاندي کولو تورونه ولگول. برعکس د اسد رژيم بيا پر ترکيه په عفرين کې د زياتو ملکيانو د وژلو پړه اچوي. همدا شان ايران چې د سوریې د ولسمشر کلک ملاتړی دی، هم په دې تبليغاتي جگړه کې شريک شوی دی. ترکيې له ځانه دفاع کړې او پر ايران یې تور لگولی دی چي په سوريه کې د مذهب پر اساس ولاړ سياست پر مخ وړي.

له دې تولو څخه داسې معلوميږي چې د سوریې جگړه يوه نوي پړاو ته داخليږي. تر اوسه بهرنيو نقش لرونکو لکه روسیې او ايران دومره شرافت لاره چې خپله مداخله یې په دې توجیې کوله چې گويا د سوریې حکومت ترې غوښتنه کړې ده. د همدوی په نوم یې بيا د هغو ښکار کاوه چې د سوریې حکومت «ترهگر» بلل. ترکيه اوس دا مشروعيت هم نه لري او له دې گډودۍ څخه د سوریې د کردانو پر ضد د جگړې له پاره گټه اخلي. 

Kersten Knipp (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: