1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان خپل د سولې مارچ پیل کړ

۱۳۹۱ مهر ۱۵, شنبه

د پاکستان د سیاسي اپوزیسیون غړي عمران خان، د شنبې په ورځ د پاکستان پر خاوره باندې د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پر ضد خپل مارچ پیل کړ. دا مارچ به د یکشنبې په ورځ وزیرستان ته ورسیږي.

https://p.dw.com/p/16LYz
انځور: AP

دغه مارچ به د پاکستان تر قبایلې سیمې وزیرستان پورې دوام وکړي. عمران خان چې د سیاست ډګر ته تر راتلو مخکې د پاکستان د کرکیټ مشهوره لوبغاړی وو د وزیرستان په لور د موټرو د کاروان تر روانیدو مخکې وویل: «ډیر ستر هرکلی زموږ په انتظار کې دﺉ.»

هغه زیاته کړه: «دولت هڅه کوي چې د دغه مارچ مخه ونیسي ځکه دولت له هغه ملاتړ څخه ویره لري چې موږ به ئې له خلکو تر لاسه کړو.»

عمران خان وویل چې چارواکي غواړي چې هغه جنوبي وزیرستان ته و نه رسیږي. هغه زیاته کړه چې که چارواکي د هغه مخه ونیسي نو دی به له دې کار څخه ډډه وکړي ځکه د هغه په خبره دا د سولې مارچ دئ. عمران خان وویل: «موږ د جگړې له پاره نه ورځو. دا د سورې مارچ دئ.»

په همدې حال کې هغه د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې د دغه مارچ ملاتړ وکړي. هغه وویل چې دا د پاکستان د حکومت له پاره یو چانس دئ چې نړۍ ته وښيي چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو په دې هیواد کې څومره دوه اړخیزه تاوان اړولی دئ.

له مظاهره کوونکو سره له ۲۰۰ څخه ډیرو نړیوال او سیمه ییز خبریالان هم مل دي. مظاهره کوونکي به د یکشنبې په ورځ وزیرستان ته تر ننوتو مخکې په دیره اسماعیل خان سیمه کې دمه وکړي.

عمران خان همداراز هغه رپوټونه رد کړي دي چې وايي د مارچ پر مهال به ځانمرگي بریدونه وشي هغه ادعا کړې ده چې سیمه ییزو مشرانو د هغه د سوله ییز مارچ ملاتړ کړی دئ.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستاني طالبانو یوه ویاند احسان الله احسان، په یوه بیانیه کې د عمران خان دغه کار غندلی دئ. په بیانیه کې راغلي دي چې عمران خان غواړي له دې لارې خپل سیاسي نفوذ ‌ډیر کړي.

امریکا متحده ایالات د بې پیلوټه الوتکو په واسطه د پاکستان په سرحدي سیمو کې شکمن یاغیان په نښه کوي. که څه هم په دغه ډول بریدونو کې د القاعدي او طالبانو ډیری غړي وژل شوي دي خو یو شمیر ملکي کسان هم د دغو بریدونو قربانیان دي.

پاکستان په رسمي ډول دغه بریدونه غندي او له امریکا څخه د هغوی د بندولو غوښتنه کوي خو امریکا تر اوسه پورې دغه بریدونه جاري ساتلي دي.

مسعود جهش (د المان خبري آژانس)
کتونکی: سید ریاض

له مظاهره کوونکو سره له ۲۰۰ څخه ډیرو نړیوال او سیمه ییز خبریالان هم مل دي.
له مظاهره کوونکو سره له ۲۰۰ څخه ډیرو نړیوال او سیمه ییز خبریالان هم مل دي.انځور: Reuters