1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

عمران خان: د یاغیانو پرضد مبارزه د ثبات له پاره مهمه ده

۱۳۹۸ فروردین ۲۱, چهارشنبه

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي دي د وسلوالو یاغي ډلو پر وړاندې مبارزه د ثبات له پاره مهمه ده، څو مخ پر زیاتیدونکي اقتصادي ننګونو ته ځواب وویل شي. پاکستان اوس له اقتصادي کړکیچ سره لاس او ګریوان دی.

https://p.dw.com/p/3GYpE
Pakistan Islamabad PK Wahlsieg Politiker Imran Khan
انځور: picture-alliance/AP Photo/TIP

د رویټرز خبري آژانس په خپل تفصیلي رپوټ کې د پاکستان لومړي وزیر له قوله لیکلي دي چې د مخ پر زیاتیدونکي اقتصادي ستونزو د حل له پاره د پاکستان له لوري د وسلوالو یاغي ډلو پر وړاندې په اقدام لاس پورې کول تر بل هر وخت مهم دي. په دې وروستیو کې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر هندي ځواکونو باندې یوه موټر بم برید چې درنه مرګ ژوبله یې درلوده، په اتومي وسلو سمبال دواړه ګاونډي هیوادونه یوې احتمالي جګړې ته نږدې کړي وو.

په داسې حال کې چې پاکستان اوسمهال له اقتصادي کړکیچ او د مالي اقدام د کاري ډلې (FATF) له لوري د یاغي ډلو پر وړاندې د نه اقدام له امله د بندیزونو د وضع کولو له پاره له سخت فشار سره مخامخ دی، عمران خان ویلي دي چې پاکستان د خپلو ګټو له پاره په دغه اقدام لاس پورې کوي. د مالي اقدام کاري ډله یو نړیوال سازمان دی چې د پیسو د سپینولو او د ترهګرۍ د تمویل په برخه کې پر هیوادونه څارنه کوي.

د سې شنبې په ورځ په اسلام آباد کې په خپل دفتر کې راغوښتل شوو یو شمیر بهرنیو خبریالانو ته د پاکستان لومړي وزیر وویل: «اوس هرڅوک پوهیږي چې په پاکستان کې هغه څه پیښیږي چې تر دې وړاندې نه وو پیښ شوي.» نوموړي په خپلو خبرو کې څرګندو کې زیاته کړه چې په ټول پاکستان کې به شاوخوا ۳۰ زره مدرسې د حکومت تر کنترول لاندې راوستل شي او په زرونو پخواني جنیګالي به بیرته عادي ژوند ته وروګرځول شي. نوموړي وویل: «د هیواد د راتلونکي له پاره موږ پریکړه کړې ده، دغه هیواد پریکړه کړې ده چې بهرني فشارونه له پامه وغورځوو – موږ به وسلوالو یاغیانو ته د فعالیت اجازه ور نه کړو.»

د عمران دغه څرګندونې دا روښانه کوي چې پاکستان غواړي په خپل دغه اقدام سره د خپل انځور مثبت وړاندې کړي. د هند او افغانستان په شمول د پاکستان ګاونډي هیوادونه له کلونو راهیسې د دغه هیواد پر امنیتي ادارو تور پورې کوي چې له یاغي د نیابتې جګړې له پاره ګټه اخلي.

اسلام آباد بیا تل دغه راز تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې پاکستان د بل هر هیواد په پرتله له وسلوال زورزیاتي څخه ډیر اغیزمن شوی دی چې دغه هیواد ته یي په وروستیو لسیزو کې د زرنو کسانو مرګ ژوبله او د میلیاردونو ډالرو په ارزښت اقتصادي زیان اړولی دی.

Bildergalerie Reza Deghati
انځور: Reza/webistan.com

لومړي وزیر خان په واضح توګه په ۱۹۸۰مو کلونو کې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د امریکا متحده ایالاتو له ملاتړه د برخمنو مجاهدینو د تقویې او لارښونې په برخه کې د خپل هیواد د نقش لوبول تائید کړل. عمران خان وویل: «له هغې وروسته چې جهاد [په افغانستان کې] پای ته ورسید، موږ باید د دوی شتون ته اجازه نه وای ورکړې.» عمران خان په خپلو خبرو کې داسې څرګندونې هم رد کړې چې ګواکې په دې خبرو سره به د پاکستان د غښتلي پوځ او استخباراتي ادارې یا آی. اس. آی له مخالفت سره مخامخ شي.

نوموړي په دې هکله وویل: «نن ورځ موږ د دوی [د وسلوالو ډلو] د لمنځه وړلو له پاره د پاکستان د پوځ او د استخباراتي ادارې بشپړ ملاتړ له ځانه سره لرو.» خان زیاته کړه: «آی. اس. ای نور دوی ته څه ډول اړتیا لري؟ دغه ډلې د افغانستان د جهاد له پاره جوړې شوې وې.»

د رویټرز د رپوټ له مخې د هندوستان په ګډون د پاکستان انتقاد کوونکو د یاغي ډلو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د عمران خان څرګندونې رد کړي دي او ویلي یې دي چې تر دې وړاندې هم د پاکستان پخوانیو حکومتونو دې ته ورته ژمنې کړې دي. دوی همدا راز وايي چې د وضعیت په آرامیدو سره دغه راز ژمنې بیرته له پامه غورځول کیږي.