1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عنان: روهنګيايي مهاجر دې بيرته ميانمار ته لاړ شي

۱۳۹۶ مهر ۲۲, شنبه

د ملګرو ملتونو پخوانی سرمنشي کوفي عنان د جمعې په ورځ له ميانمار څخه وغوښتل چې په تيرو دوو مياشتو کې شاوخوا نيم ميليون بيځايه شوي مسلمان روهنګيا مهاجرو ته خپلو کورونو ته د بيرته ستنيدو شرایط برابر کړي.

https://p.dw.com/p/2lpTb
Deutschland Münchner Sicherheitskonferenz 2015 MSC Kofi Anan
انځور: Reuters/M. Dalder

عنان چې اوس مهال په سيمه کې د يوه کميسيون مشري کوي وويل چې د ميانمار حکومت ته په کار ده تر څو « داسې شرایط رامنځ ته کړي چې له مخې يې روهنګيايي مهاجر وشي کړای پرته له کومې امنيتي انديښنې په عزت سره بيرته خپلو کورنو ته ستانه شي»، او دغه راز له هغو سره په راخينه ايالت کې له سره د ژوند جوړيدو په برخه کې مرسته وکړي.

عنان په يوه غيررسمي امنيتي غونډه کې وويل: « هغوي (مهاجر) نبايد کمپونو ته واستول شي». عنان د موضوع په تړاو زياته کړه: « هغوي مرستو ته اړتيا لري تر څو بيرته خپلو کورنو ته ستانه شوي وي».

ميانمار د ملګرو ملتونو د جمعې ورځ دغې غوښتنې په اړه لا تر اوسه څه نه دي ويلي. خو د دغه هيواد دولتي مرستيالې آنګ سان سوچي د پنجشنبې په ورځ ويلي وو چې په راخينه کې د وضعيت د څيړلو په موخه يې يوه کميټه جوړه کړې ده تر څو د حکومتي او نړيوالو سازمانونو فعاليتونو او د دغه ايالت د اړتياو اروزنه وکړي.

روهنګيايان د اسيا په سويل ختيځ په پروت بودايي هيواد ميانمار کې له لسيزو راهيسې ژوند کوي. د دغه مسلمان اقليت شمير چې شاوخوا يو ميليونو ته رسيږي، لا هم د ميانمار له خوا د غيرقانوني مهاجرو په توګه پيژندل کيږي، چې په دې حساب دغه اقليت د حکومت له لرلو محروم دي.

بيساری مهاجرت

د روان کال د اګست مياشتې په پنځه ويشتمه، روهنګيايي ياغيانو د راخينه ايالت پر لرو پرتو سيمو کې د ميانماري ځواکونو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل او له دغو ځواکونو څخه يې يو شمير ووژل. تر هغې وروسته سيمه کې تاوتريخوالې تر دې حده زيات شول چې د رپوټونو پر اساس په لمړيو وروځو کې شاوخوا درې سوه تنه انسانان په کې ووژل شول. رپوټونو کې ۲۷۰ تنه يې روهنګيايان ښودل شوي ول. له تاوتريخوالو سره جوخت بنګله ديش پر لور د روهنګيايانو مهاجرتونه هم پیل شول. په لمړيو ورځو کې شاوخوا ۱۲۰ زره روهنګيا مهاجر بنګله ديش ته ورسيدل، خو حاضر دمه یې شمير له ۵۰۰ زرو څخه هم اوښتی دی. دا د روهنګيايي مسلمانانو يو بيسارۍ مهاجرت ښودل شوی دی.

د رپوټونو پر اساس، د اګست ۲۵مې بريدونو وروسته په راخينه کې د روهنګيايانو ګڼ شمير کورونه وسوځول شول او دغه راز د چورو چپاول او جنسي تيريو پيښې هم ثبت شوي دي.

ملګرو ملتونو او يو شمير هيوادونو د راخينه وضعيت ته د «نسل وژنې» نسبت ورکړ، کوم چې د ميانمار حکومت لخوا دغه تورونه رد شوي دي.

د اګست مياشتې بريدونه يوه ورځ وروسته له هغې ترسره شول، چې په سيمه کې د کوفي عنان تر مشرۍ لاندې کميسيون خپل رپوټ خپور کړ چې په هغه کې په سيمه کې د اقتصادي او اجتماعي پرمختګونو د ودې او دغه را د وژونکو تاوتريخوالو پر وړاندې د عدالت او مبارزې غوښتنه شوې وه.

د حکومتونو اختلافونه

د رپوټونو پر اساس د امنيت شورا له ميانمار سره تازه خبرې اترې ترسره کړي دي، خو د موضوع په اړه نظرونه د ويټو پلونکو د غړو تر منځ ويشل شوي دي.

بريتانيا، فرانسې او د امريکا متحده ايالتونو د تيرې مياشتې په وروستيو کې د يوې غونډې پر مهال په راخينه کې راولاړ شوي تاوتريخوالي نسل وژنه بللې وه او د دغو تاوتريخوالو د درولو غوښتونکي شوي ول، خو په اړه يې د چين سفير ویلي وو چې بايد له زغم څخه کار واخيستل شي. د روسيې استاځي هم په غبرګون کې ويلي وو چې د «زيات فشار» واردول کولای شي ستونزې نورې هم زياتې کړي.

راخينه ته د روهنګيايی مهاجرو د بيرته ستنيدو په اړه د جمعې ورځې غونډه « په ځانګړې توګه ګټوره بلل شوې چې و به شي کړای د وضعيت به ښه کيدو کې مرسته وکړي». 

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (18.09.2017):