عنعنوي جرګې ته پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي
۱۳۹۰ آبان ۶, جمعهد چهارشنبي په ورځ یاغي طالبانو وویل چې د جرګې د ګډوډولو لپاره به له هر راز امکاناتو کار واخلي او د جرګې ګډون والو ته یې ګواښ وکړ چې که چیرته په جرګه کې ګډون وکړي نو د دوي د بریدونو موخه به وګرځي.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند، غلام صدیق صدیقي، د جمعي په ورځ وویل چې طالبان نسي کولای جرګه ګډوډه کړي ځکه ورته پراخ امنیتي تدابیر نیول سوي دي. د صدیقي پر وینا طالبان غواړي په دغسې ګواښونو د خلکو تر منځ ویره خپره کړي.
د راروانې جرګې لپاره په کابل کې ترتیبات د بشپړیدو په حال کې دي. په دغې جرګې کې به د امریکا سره د افغانستان پر اوږد مهاله ستراتیژیک تړون خبري وسي. ولسمشر کرزي ویلي چې د دغې جرګې پایلې به د افغانستان د راتلونکې لپاره ډیرې مهمې وي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو دغه جرګه غندلې او ویلي یې دي چې په کې د افغانستان د خلکو رښتني استازي ګډون نه لري.
د عنعنوي لویې جرګې لپاره په ټول افغانستان کې تبلیغاتي کمپاینونه هم پیل شوي دي. په ورته وخت کې د دغې جرګې د درالانشا ویاندې، صفیې صدیقي، ویلي چې دوي د شاوخوا دوه زره او دیرشو کورنیو میلمنو نوم لړ ترتیب کړی او ډیر ژر به ولسمشر ته د لاسلیک لپاره واستول سي.
د جرګې د منتظمینو پر وینا دغه ناسته به د کابل د پل تخنیک په اکاډمۍ کې جوړه سي. له دغو تاسیساتو لا وختي محصلان رخصت کړای سوي او دغلته د میلمنو لپاره د شپې ځایونو او طعامخانو تر څنګ د یو شمیر نورو موقتي تاسیساتو په جوړولو کار روان دی.
د کابل د پولیسو قوماندانۍ شاوخوا لس زره پولیس سرتیرو ته دنده ورکړي چې د عنعنوي جرګې د میلمنو امنیت وساتي. ټاکل سوي چې په دغه جرګه کې به شاوخوا ۴۰۰ بهرني میلمانه هم برخه واخلي.
ویل کیږي چې بهرني میلمانه به د څلور ورځنۍ جرګې په لومړۍ او وروستۍ ورځو په ناستو کې د ګډون حق ولري.
دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش