1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غالب: که د کندهار محبس په پېښه کي مسوول و پيژندل سم محاکمې ته حاضر يم

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۱, یکشنبه

د افغانستان د عدليې وزير وايي، که پر ده باندي ثابته سي چي د کندهار محبس څخه د زندانيانو په تېښته کي مسوول و، حاضر دی چي محاکمه سي. د ملي امنيت رياست بيا وايي چي په هغه ولايت کي يې ددوو کالو زحمتونه د خاورو سره خاوري سوي.

https://p.dw.com/p/117EF
د کندهار عمومي محبس
د کندهار عمومي محبسانځور: AP

د افغانستان د عدليې وزير حبيب الله غالب، د محبسونو رئيس او د ملي امنيت رياست مرستيال د يکشنبې په ورځ د ولسي جرگې د کورني امنيت کمېسيون ته ورغوښتل سوی ول وويل چي، کم نغم چي د کندهار محبس ته ددباندي څخه کښل سوی و د زندان په ساتونکو پوري اړه نه لري او دغه وزارت د محبس څخه دباندي مسايلو په اړه حاضر نه دی چي جواب ووايي.

د عدليې وزير وويل:« زما په شمول په تحقيق کي چي هر څوک ددې پيښي مسوول و پيژندل سي بايد محاکمه سي. که مسووليت ماته متوجه سو زه حاضر يم چي محاکمه دي سم.»

ښاغلي غالب وويل، زندان ته د نغم ايستل، د هغه خاوره انتقالول او تښتېدلي بنديان په موټرانو کي انتقالول هغه پوښتني دي چي جواب يې بايد امنيتي ارگانونه ورکړي:« هغه پوښتني چي د محبس په دننه کښي پيدا کيږي جواب ورکولو ته يې زه حاضر يم. خو د محبس څخه د باندي کار ټول د امنيتي ارگانونو کاردي. د سازش او فساد مخنيوی څوک نسي کولای.»

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د ملي امنیت رياست ويلي ول چي د کندهار زندان مسوولين يې محبس ته د متوجه گواښونو څخه خبر کړي ول.

افغان حکومت تر اوسه پوري د کندهار د محبس چي شاوخوا ۴۸۸ تنه ځني تښتېدلي په اړه يې رسنيو ته جزييات نه دي ورکړي. امنيتي ارگانونه وايي چي د زندانونو مسووليت د عدليې وزارت پر غاړه دی، خو عدليه وزارت بيا وايي چي دوی يوازي د زندان دننه مسوول دي نه دباندي.

د افغانستان د ملي امنيت رياست مرستيال وايي چي د زندانيانو په تېښتي سره ددوی هغه دوې کلني هلي څلي چي د خطرناکو افرادو د نیوولو په اړه يې کړي وې او هغوی يې نيولي ول د خاورو سره خاوري کړې.

خو غالب وويل چي دوی ته داسي معلومات نه و ورکړل سوي چي گويا د کندهار محبس ته نغم ايستل کيږي. « موږ ته د امنيتي ارگانونو لخوا داسي معلومات راکړل سوي ول چي پر محبس حمله کیږي يا ځانمرگي بریدونه کیږي، نه داچي د څلور سوه ميتره ليري څخه نغم ورته را ايستل کيږي.»

د امنيتي چارو د يو شمېر کارپوهانو په نظر د کندهار ښار په دننه کښي دداسي يو تونل ايستل او دهغه د خاورو انتقالول د امنيتي ځواکونو د سازش او د زندان د ساتونکو بېله همکارۍ امکان نه لري.

حسين سيرت/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل