1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غربت او ساړه؛ «مجبوره یم، پښتورګي مي خرڅ کړم»

۱۴۰۰ دی ۲۴, جمعه

د ژمي په رارسیدو او واوري اوریدو سره د افغانستان د مرکزي ولایتو سره مواصلاتي لاري بندي سوي او د خلکو په منځ کي غربت او لوږه ډېره سوې ده. خلک د لومړنیو ضروري خوراکي موادو د بيو له لوړیدو څخه شکایت کوي.

https://p.dw.com/p/45XSk
Afghanistan Taliban l Winter - Familien in Not
انځور له آرشیف څخه دیانځور: Ali Khara/REUTERS

د دایکنډي د مرکز اوسیدونکی، رستم غلامي د خوراکي او سون موادو د بيو له لوړیدو څخه شکایت کوي او وايي چي د خوړو له پاره ډوډۍ او تودیدو له پاره لرګي نه لري. دی بیریږي چي د فامیل غړي یې له لوږي څخه تلف نه سي.

دغه ۵۰ کلن چي د څلور کسيزي کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري، مجبوره سوی دی چي د فامیل د غړو د مړولو په خاطر خطرناکو کارو ته لاس واچوي او خپل پښتورګی خرڅ کړي: «زه مجبوره یم، چي له ۲۰۰ زرو تر ۳۰۰ زرو پوري خپل پښتورګی خرڅ کړم، تر څو اولادونه مي له لوږي او یخ څخه مړه نه سي. بل هیڅوک نسته چي زما سره کومک وکړي.»

دغه سړی چي یوه پښه یې معیوبه ده، د کار او تګ کولو امکانات نه لري، ډېر خراب اقتصادي وضعیت لري. دی وايي چي هیڅ یوه اداره او یا خیریه سازمان وجود نه لري چي ورسره کومک وکړي. دی وايي چي له میاشتو راهیسي یې د کور کرایه نه ده ورکړې.

دغه ډول غریبي کورنۍ په دایکنډي، بامیان او غور کي د واوري اوریدو او لارو بندیدو په دلیل له لا ډېرو مشکلاتو سره مخامخ سوي دي.

په دې وروستيو وختو کي په دغو ولایتو کي تر ۴۰ سانتي مترو پوري واوره اوریدلې ده او دا د دې سبب سوې چي دغو ولایتو ته ډېري مواصلاتي لاري بندي او د خوراکي او سون موادو بيي لوړ سي.

Afghanistan Taliban l Winter - Familien in Not
د دایکندي او بامیان اوسیدونکي وايي چې د واورو په وریدلو سره مواصلاتي لارې بندې او د خوراکي موادو بيې لوړې شويانځور: Ali Khara/REUTERS

د دایکنډي د شهرستان ولسوالۍ اوسیدونکي، ابراهیم پاکبین دویچه ویله ته وویل چي تر واوري اوریدو او لارو بندیدو وروسته د اوړو د یوې ۵۰ کیلويي ګونۍ بیه له ۲۵۰۰ څخه ۲۸۰۰ افغانيو، د وریجو د ۲۵ کیلويي بوجۍ بيه له ۲۲۰۰ څخه ۲۵۰۰ افغانيو او د یوه لس لیټره ټیم غوړو بیه له ۱۹۰۰ څخه ۲۲۰۰ افغانیو ته لوړه سوې ده.

پاکبین زياته کړه: «له واوري اوریدو او لارو بندیدو سره نه یوازي د خوراکي موادو بیي لوړي سوي دي، بلکي د سون موادو دا هم. د لرګو د یوه سیر(۷ کیلو) بیه له ۱۲۰ څخه ۱۵۰ افغانیو او د یوه سیر سکرو بیه له ۸۰ څخه ۱۲۰ افغانیو ته لوړه سوې ده.»

د دایکنډي یو اجتماعي فعال، محمد رجا وايي چي د لارو په بنديدو او محلي مسؤلینو د نه پاملرني په سبب صحي مرکزو ته مریضان نه سي رسیدلای.

د محلي رسنیو په حواله د دغي اونۍ په سر کي یوه ۲۵ کلنه نجلۍ ، چي د ورس ولسوالۍ څخه مرکز ته د تداوۍ له پاره تللې وه، د بیرته تګ پر وخت د واوري اوریدو او لاري بندیو په دلیل دوې ورځي بنده پاته او مړه سوه.

په بامیان کي د اغاخان د پراختیايي بنسټ صحي مسؤل، حسین علي مستمندیار محلي رسنیو ته ویلي دي  چي د بودجې او سون موادو د نه موجودیت په  دلیل ۷۰ سلنه صحي مرکزونه تړلي دي او ځیني نور بیا د مواصلاتي لارو د بندیدو په خاطر د درملو له کمښت سره مخامخ دي.

Afghanistan Taliban l Winter - Familien in Not
خلک وايي طالبان چا سره مرسته نه کوي، خو دایکنډي کي طالب چارواکي وايي چي کومکونه ټولو ته یو ډول او مساوي رسیږيانځور: Ali Khara/REUTERS

محمد رجا پر طالبانو په انتقاد سره د کومکونو د «غیرعادلانه» توزیع څخه شکایت کوي او وايي چي کومکونه اکثراً واسطه دارانو او بانفوذه خلګو ته ورکول کیږي او مسکینو او محتاجو کسانو ته نه رسیږي.

هغه وايي: «طالبان پیسې او خوراکي مواد نه لري چي له چا سره کومک وکړي او حتی له خلکو څخه لا عُشر اخلي او د مؤسسو له مرستو څخه هم د خپلو ځانو په خاطر استفاده کوي. ځیني کومکونه چي د مؤسسو له خوا کیږي، مسکینو او محتاجو کسانو ته نه رسیږي.»

خو په دایکنډي کي طالب چارواکي وايي چي کومکونه ټولو ته یو ډول او مساوي رسیږي او د توزیع په پروسه کي یې هیڅ ډول فساد وجود نه لري.

د دایکنډي ولایت سرپرست، حاجي راشد دویچه ویله ته وویل چي د طالبانو حکومت د مؤسسو په همکارۍ غریبو او محتاجو کسانو ته خوراکي مواد توزیع کوي او هیڅ ډول حیف ومیل نه پکښي کیږي: «له هغه وخته چي موږ راغلي یوو، مرستي ادامه پیدا کړې ده. پرون هم موږ کومکونه وکړه او ځیني کسان چي موږ ته مراجعه کوي، د هغو سره هم مختلفي مرستي کیږي.»

باید وویل سي چي په هغو هیوادونو کي چي سختي وچکالۍ یې تیري کړي وي، واوري او باران اوریدل د ټولو، خصوصاً بزګرانو له پاره ډېر ښه دي، خو د مناسبو زیربناوو او ژمنيو تدابیرو د نه موجودیت په دلیل خلکو ته ډېر مشکلات هم رامنځته کوي.