1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

غربي کورنۍ له طالبانو سره تر پنځه کاله بند وروسته آزاده شوه

۱۳۹۶ مهر ۲۰, پنجشنبه

د پاکستان پوځ ويلي دي چي يوه امريکايي-کاناډايي کورنۍ ئې د افغان وسله والو طالبانو له منگولو څخه آزاده کړې ده. دغه کورنۍ له ډيري موده مخکې وسله والو تښتولې وه.

https://p.dw.com/p/2ljNJ
Karte Afghanistan Pakistan DEU ENG

د پاکستان د پوځ له خوا په يوه خپره سوې بيانيه کي راغلي دي: «د پاکستان پوځ پنځه يرغمل سوي غربيان، يو کاناډايي د هغه امريکايي ماينه او درې اولادونه، له تروريستانو څخه آزاد کړي دي.» 

د دغې کورنۍ د آزادولو عملیات په قبايلي سيمه کرمه ايجنسۍ کي د افغانستان سرحد ته نژدې ترسره سوي دي.

جوشا بويل او د هغه امريکايي ماينه کتلان کولمن په ۲۰۱۲م کال کي افغانستان ته د سفر پر مهال وسله والو طالبانو تښتولي ول. ويل کيږي چي د بند په دغه موده کي د هغوی دوه اولاده هم زېږېدلي دي.

د دغي کورنۍ انځورونه وروسته ځل د تيرکال په دسمبر مياشت کي په يوه ويډيو کي خپاره سول چي په هغه کښي ئې له خپلو حکومتونو څخه د هغوی د خلاصون غوښتنه کړې وه. په دغه ويډيو کي د هغوی دوه اولادونه هم ښکاره کېدل چي د بند په وخت کي زېږېدلي ول.

تر اوسه پوري روښانه نه ده چي دغه ويډيو څه وخت ثبت سوې وه، خو له هغه وروسته خپره سوه چي د حقاني د زوی انس حقاني د اعدام خبري کېدلې.

حقاني شبکه چي د وسله والو طالبانو ملگرې ده، په افغانستان کي د ډيرو خونړيو بريدونو مسئوله گڼل کيږي. ويل کيږي چي دغه شبکه غربيان يرغمل کوي او پاکستان ته ئې بيايي.

په اسلام آباد کي د امريکا متحدو ايالاتو د سفارت وياند، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «موږ د رسنيو له خوا د يوې کورنۍ د آزادي د خبر خپرولو چي په هغه کي امريکايي وکړي هم سته، خوشحاله کړي يوو.»

په افغانستان کي داسي وسله والي ډلي سته چي خارجيان او شتمن افغانان د پيسو له پاره تښتوي او د پاکستان به قبايلي سيمه کي ئې پټوي.