1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غزني د اسلامي فرهنگ پلازمېنه سو

قدير وفا / احمدولي اڅکزی۱۳۹۲ اسفند ۴, یکشنبه

غزني ته د ۲۰۱۳م کال فيستوال په آخره کي په رسمي توگه د اسلامي فرهنگ د پلازمېني لقب ورکول سو. پدغو مراسمو کي د لوړ پوړو افغان چارواکو او حکومتي مقاماتو تر څنگ د سيمي او نړۍ څخه راغلو گڼ شمېر مېلمنو هم گډون کړی ؤ.

https://p.dw.com/p/1BE7J
انځور: DW/Q.Wafa

د غزني د ۲۰۱۳م کال د فيستوال په آخر کي ځانگړي مراسم جوړ سوي ول. پدغو مراسمو کي په رسمي توگه سره و غزني ته د اسلامي فرهنگ د پلازمېني لقب ورکول سو. راغلو مېلمنو او د غزني اوسېدونکو د دغه رسمي اعلان څخه هرکلی وکړ او دغه اقدام يې د غزني او په ټوليزه توگه د افغانستان لپاره يو وياړ وباله.

د غزني والي، محمد موسی اکبرزاده د رسمي مراسمو پر وخت په خپله وينا کي د غزني او ټول افغانستان خلکو ته مبارکي وويل. نوموړي د افغانستان د مرکزي حکومت څخه دا غوښتنه وکړه چي و غزني ته دي د اسلامي فرهنگ د پلازمېني د لقب ورکول کېدو وروسته، لس مليونه ډالره کومک ورکړي تر څو پاتي پروژې هم پشپړه سي. د هغه په وينا په غزني کي اوس هم زيات تاريخي ځايونو د نابودۍ د گواښ سره مخامخ دي.

اکبرزاده د خپلي وينا په ترڅ کي د افغانستان پر مرکزي حکومت نيوکي هم وکړې. هغه وويل چي مرکزي حکومت د دغه لقب لپاره د غزني د نومول کېدو وروسته پنځه کاله ضايع کړل. د نوموړي په وينا دا محلي مسؤلين ول چي په تيرو کلنو کي يې يو شمېر کارونه تر سره کړل او پروژې يې بشپړه کړې. د هغه په وينا يو شمېر پروژې تر اوسه لا هم ندي بشپړه سوي.

«هيڅ اسلامي هيواد کومک ندی کړی»

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزير، سيد مخدوم رهين د غزني د فيسټوال په وروستۍ ورځ و دغه ښار ته د اسلامي فرهنگ د پلازمېني د لقب ورکول کېدو په تړاو وويل چي د غزني په بيا رغونه کي هيڅ اسلامي هيواد کومک ندی کړی.

رهين زياته کړه چي د غزني د تاريخي ځايونو نابودي د اسلامي تمدن د مهمو ځايونو د نابودي معنی ورکوي. د هغه په وينا که دغه ځايونه له منځه ولاړ سي نو نه يوازي د افغانستان لپاره د شرمندگي باعث گرځي بلکه د ټولو اسلامي هيوادنو لپاره د خجالت باعث گرځي. دغه افغان وزير د اسلامي هيوادونو څخه د غزني د تاريخي ځايونو په بيا رغونه د کومک غوښتنه وکړه.

د آيسيسکو د علمي او فرهنگي سازمان غړي، عباس صدري په خپله وينا کي پر دغه خبره تاکيد وکړ چي غزني بايد د اسلامي هيوادونو تر منځ بيا بېرته خپل پخوانی مقام ترلاسه کړي. هغه زياته کړه چي غزني د څو امپراتوريو د ظهور د مرکز په توگه پاته سوی دی.

د غزني گڼ شمېر اوسېدونکو د ۲۰۱۳م کال د غزني فيستوال ستايلی او د حکومت څخه يې غوښتي دي چي د غزني پاتي پروژې هم بايد تکميل کړل سي.

د دويمي درجې ولايت څخه لومړۍ درجې ولايت ته

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د محلي مقاماتو سره د تليفوني اړيکي له لاري د غزني او ټول افغانستان خلکو ته تبريک ووايه چي دغه ښار په رسمي توگه د اسلامي فرهنگ پلازمېنه اعلان سو. کرزي په خپلو خبرو کي دا اعلان هم وکړ غزني د دويمي درجې ولايت څخه و لومړۍ درجې ولايت ته جگ کړل سو.

غزني په د ۲۰۰۷م مېلادي کال د آيسيسکو علمي او فرهنگي سازمان لخوا د ليبيا په طرابلس کي د اسلامي تمدن د پايتخت په توگه نومول سو. د هغه راهيسي پدغه ولايت کي په پراخه اندازه پروژې پلان سوې چي يو شمېر يا لا تر اوسه ندي بشپړه سوي.

د رسمي مراسمو په آخره کي د غزني د ۲۰۱۳م کال د فيستوال سيمبول د افغانستان د اطلاعات او فرهنگ د وزير او د غزني د والي لخوا د قرغزستان و سفٍير ته وسپارل سو.