1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غزه تر جګړې يو کال وروسته هم ويجاړه پاته ده

۱۳۸۸ دی ۶, یکشنبه

له نن څخه یو کال د مخه یعني د2008 کال د ډسمبر پر 27 اسراییلو د غزې پر تراډه باندي،چي د حماس ریدکال اسلامي ډله واکمنه ده، په یوې ستري حملې لاس پوري کړی...

https://p.dw.com/p/LEVV
په غزه کي يوه ويجاړه ودانۍ چي خاوند يې د جوړيدو توان نه لري
په غزه کي يوه ويجاړه ودانۍ چي خاوند يې د جوړيدو توان نه لريانځور: AP

په دغو عملیاتو کي، چي د ذوب سوو سربونوم پر ایښول سوی و د درو اونیو په موده کي څه د پاسه 1400 فلسطینیان او 13 اسرایلیان ووژل سول. د غزې جګړې کورونو او هلته د فابریکو ودانیو ته هم سخت تاوان واړاوه. اوس یو کال وروسته بیاهم د غزې تراډه د اسراییلو تر محاصرې لاندي ده او د بیا رغاوني په هکله څوک فکر هم نه کوي، د غزې د سيمي اوسیدونکی په ډیر سخت یو ناخوال وضعیت کي شپې او ورځي تیروي.

د آلمان ږغ راډیو خبریال، کلیمنس ورنکوته د غزې له یو شمیر اوسیدونکو سره له نژدې لیدلي او د هغو حال په خپلو سترګو لیدلی او په خپلو غوږو اوریدلی:

د هکتوفه سیمه،چي د غزه ښار په شمال کي پرته ده، او د اسراییلو له پولي څخه یواځي دوه کیلو متر لري واټن لري. سړکونه ویجاړ، کورونه کنډ اوکپر، او حتی ځيني يې کندواله سوي دي، پر دیوالو باندي له ورایه د ګولیو سوري ښکاري، سترګي چی له ودانیو لیري وغړې، هلته لوی سپیره ډاګ لیدل کیږي،د سیمي یو اوسیدونکی، ولید الشرفاء په آلماني ژبه وايي:

«دا ډاګ يو وخت له ونو ډک ؤ، تر کومه ځایه، چي د سړی سترګي کار کوي،د لیمو، نارنج ، مالټواو زیتون وني په کښي ولاړي وې او دابلي خواته په شمال کي يې کورونه ولاړ ول. اوس ګوری، چي ټول کنډواله سوي دي او له ځمکي سره هوار شوي».

الشرفا 13 کاله د مخه په برلین کي د برق د تخنيک په رشته کي زده کړي کړي.

«په نړۍ کي هیڅوک زموږ غم نه خوري، نه هغه چي دډیموکراسۍ دعواوي کوي او نه هم هغه، چي د بشر دوستۍ»
«په نړۍ کي هیڅوک زموږ غم نه خوري، نه هغه چي دډیموکراسۍ دعواوي کوي او نه هم هغه، چي د بشر دوستۍ»انځور: AP

له دغه ځایه کابو سل متره لیري،په یو هوار ډاګ کي یوه کوټه ګۍ ولاړ ده، یواځي تیږي سر پر سر ایښودل شوي او دیوال ځني جوړ سوی، پر سره د وښو څپره اچول شوې، په دې کوټه کي اوسيدونکی 40 کلن نيدال د غزې په جګړه کي هرڅه له لاسه ورکړي او وايي:

«ما دلته یو درې پوړیزه کور درلود. تر څنګ مي د چرګانو یو فارم او یوه سر پټي ښیښه يي کارونده. یو څاه، دوه موټر . ددې ټولو شتمنیو څخه ماته هیڅ نه دی راپاته.، هر څه له منځه لاړل.»

هغه زياتوي:«په نړۍ کي هیڅوک زموږ غم نه خوري، نه هغه چي دډیموکراسۍ دعواوي کوي او نه هم هغه، چي د بشر دوستۍ، له هر څه او هرچا څخه نا امیده سوي یو. یواځي مرګ ته انتظار باسو،نسبت ودې درد او رنځ ته، چي په ژمي او دوبي کي ورسره مخامخ يو مرګ ښه دی، وضعیت مو ډیر ناخوال دی».

د نیدال په شان يو بل تن عبدالله هم دغسي غمجنه کیسه او غمجن برخه لیک لري.

ددې پوښتني په ځواب کي چي ولي د غزې له جګړې څخه یوکال وروسته دلته هر څه وران او ویجاړ پاته دي، هغه هم د غزې د نوروملکي وګړو په شان دا ټول پر هغه سيمه باندي د بنديزونو د لګولو لامل بولي:«دا ټول پر غزې باندي د لګول سوي محاصرې له امله. غزې ته ټولي غځېدلي لاري بندي دي. اسراییل د ودانیو جوړولو موادو ته اجازه نه ورکوي. په همدې وجه د بیا رغوني کارونه هم نه کیږي.

Verenkotte, Clemens/عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل