1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غلجی:په افغانستان کي لاريونونه دستوري دي

۱۳۹۰ فروردین ۱۴, یکشنبه

په افغانستان کي د ورستيو لاريونونو په اړه چي په امريکا کي د يوه کشيش له لوري د قرآن مجيد د يوې نسخې د سوځولو په غبرګون کي روان دي، دسياسي چارو له شنونکي عصمت الله غلجي سره مرکه.

https://p.dw.com/p/RF0F
په مزار شريف کي لاريون
په مزار شريف کي لاريونانځور: dapd

دويچه ويله: په داسي حال کي چي د قران پاک نسخه دوې اونۍ دمخه سوځول سوې ول. تاسو څه فکرکوي چي دغه لاريونونه ريښتيا هم د مسلمانانو قهر څرګندوي او که ددې تر شا نور لاسونه دي؟

غلجی: دغه کسان چي دغه کارونه کوي په ټوله نړۍ کي موجود دي، دوی نه غواړي چي د مختلفو قومونو، مليتونو او مذاهبو تر منځ سوله يزه فضا رامنځ ته کړي، دغه کړۍ غواړي چي د يادو قومونو او مذاهبو د لارويانو تر منځ شخړي او لانجې رامنځ ته کړي.

دويچه ويله: ايا ستاسو په خبره د دغي نړيوالي کړۍ لارويان په افغانستان کي هم سته؟

غلجی: دوی په سراسر جهان کي فعاليت کوي، نه يوازي په افغانستان کي، دوی د هغو مذاهبو پر ضد کار کوي او د خلکو احساسات يې پر ضد را پاروي چي د دوی د کتابونو او اصولو سره په ټکر کي دي.

دويچه ويله: د دغو اختشاش ګرو سازمانونو هدف له دغو تحرکاتو څخه څه دی، په داسي حال کي چي د داسي خوځښتونو اصلي تاوان مسلمانانو ته اوړي.

غلجی: د عقيدې په لحاظ دغه کسان عقده مند کسان دي، دغه کړۍ غواړي چي جګړې په لاره واچوي، د قومونو، مليتونو او مذاهبو تر منځ په ملي او نړيواله کچه شخړي موجود وي.

دويچه ويله: ايا افغاني طالبان او په خاصه توګه د ورستيو لاريونونو تنظيمونکي هم له دغو کړيو سره يو ځای دي که هغوي جلا فعاليت کوي؟

غلجي: دلته جنګ دوام لري، امنيت سم ندی، او د افغانستان د دولت دښمنان غواړي چي په دې خړو اوبو کي کبان ونيسي، دغه کسان د ساده او بې سواده افغانانو احساسات را پاروي، دلته اتيا کسه تر اوسه په دغو لاريونونو کي وژل سوي دي، دا کسان د څه لپاره مړه سول، دا خو مجرمان نه ول، دغو مظاهره چيانو نيپاليان ووژل ايا د پيامبر په وخت کي داسي کسان وژل کيدل.

وګورئ، دوی غواړي چي په افغانستان کي حالت ګډوډ وي پر حکومت د خلکو باور کم سي، دوی د يوې نسخي قران له سوځولو ناوړه ګټه اخلي او په مجموع کي د افغانستان وضيعت خرابوي.

دويچه ويله: ايا د غه عناصر چي لاريونونه په لاره اچوي داسي تصور هم کوي چي په پايله کي به يي مسلمانانو ته زيان رسيږي او مرګ ژوبله به پيښيږي؟

غلجی: هغوی ښه پوهيږي کله چي اختشاشات رامنځ ته سي، هغوی د انتحاري تر سرحده مرګ ته چمتو دی، هغوی په ښارونو کي له لاريونونو ښه ګټه اخلي، د خلکو په مينځ کي وسله وال کسان داخلوي او بيا د هغوی له منځه د خپلو دښمنانو او اهدافو پر ضد کار اخلي.

دويچه ويله: ايا طالبان به د کندهار او بلخ په لاريونونو کي دخيل وي؟

غلجی: بعضي حوادث چي رامنځ ته کيږي، د بيلګي په توګه کله چي د افغان اردو اوپوليسو په عملياتو کي کله کله ولسي خلک ووژل سي او ځيني وختونه د طالبانو له لوري وژل سوي وي، د دولت عناصر دولسي خلکو مرګ ژوبله د خپلي پروپاګندا په توګه کاروي او د حکومت اونړيوالي ټولني پر ضد د ولسي خلکو غوصه را پاروي او له دغه کار څخه ګټه اخلي.

دويچه ويله: مزا ښار، هغه ښار دي چي په سرطان مياشت کي به يي بشپړ امنيتي کنټرول افغان ځواکونو ته سپارل کيږي تاسو څه فکر کوي چي ايا افغان دولت به وکړاي سي د بلواوو مخه ونيسي.

غلجی:هيڅ کله هم نه. افغان کورني ځواکونه د بهرنيو سرتيرو له شتون پرته هيڅ هم نه سي کولای. کله چي بهرنيان له يوه ولايت څخه ووزي د دولت مخالفين کولای سي چي حتي په څو محدودو ساعتونو کي ياد ولايت ولکه کړي.

دا په دې خاطر چي افغان ځواکونه په سمه توګه ندي تجهيز سوي او په خاصه توګه هوايي ځواک نه لري، نو دا ويلای سو چي افغان ځواکونه ډير ضعيفه او په ورته وخت کي د بهرنيو سرتيرو له شتون پرته په نيست شمار دي.

مرکه کونکی: ميرويس جلالزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل