1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غلجی: د نويمي لسيزي پيښي به بيا تکرار نه سي

۱۳۹۰ تیر ۱۴, سه‌شنبه

د جولای د مياشتي پر لومړۍ نېټه د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پروسې په پيل سره، د يو شمېر افغانانو سره دا بيره پيدا سوې چي بيا د نويمي لسيزي په څير پيښي تکرار نه سي. خو کارپوهان بيا په بل نظر دي.

https://p.dw.com/p/11p1H
دارلامان ماڼۍ
دارلامان ماڼۍانځور: AP

دويچه ويله د يو شميرر ولسي افغانانو دغه انديښنه د سياسي چارو له شنونکي او د افغانستان د ستراتيژيکو څيړنود مرکزي کميټي له غړي عصمت الله غلجي سره شريکه کړي.

دويچه ويله: ايا د افغانانو دا ويره او انديښنه چي حالات پس له دې مخ پر خرابيدو دي پر ځای ده؟

غلجی: بيا به هغسي حالات تکرار نه سي چي د نويمي لسيزي پر مهال رامنځ ته سوي ؤ، ځکه امريکا او نړيوالي ټولني د طالبانو د نسکوريدو وروسته په افغانستان کي ډيري اقتصادي او انساني قربانۍ ورکړي دي، او هغوی نه غواړي چي دا ټولي هڅي په اوبو لاهو شي، هغوی د افغانستان دولت او خلکو ته اطمينان ورکړی چي تر هغه به خپل لازم قوتونه په افغانستان کي وساتي چي افغان ځواکونه په خپلو پښو ودريږي او خپلي ستونزي په خپله هواري کړي.

دويچه ويله: خلک پر کورنيو ځواکونو او د هغوی پر وړتيا بې باوره سوي دي، وروستيو بريدونو پر حکومت د هغوی باور ته زيان رسولی.

غلجي: دا وروستي انتحاري حملې او پر هوټلونو بريدونه نسي کولای چي د يوه حکومت وړتيا ته له يوه سره زيان ورسوي او هغه تر پوښتني لاندي راولي ځکه چي دا ډول بريدونه د نړۍ په پرمختللو هيوادونو او حتي د امريکا په نيويارک او د روسيي په مسکو ښار کي هم رامنځ ته کيږي، دا ددې عامل نه سي کيدای چي د افغانانو په منځ کي انديښنه رامنځ ته کړي، بهرني ځواکونه له افغانستان څخه حالاتو ته په کتو سره په وقفه يي توګه سرتيري باسي.

دويچه ويله: وروستيو پيښوته په کتو سره تاسي څنگه ويلای سی چي حالات مخ پر ښه کيدو دي؟

غلجي: خلک بايد تشويش و نه کړي، ځکه هره حادثه چي په ملک کي رامنځ ته کيږي، کله چي بهرني ځواکونه له افغانستان وزي دا يوه لويه حادثه ده، دا سياسي او نظامي اهميت لري، سياسي يي دا دی چي افغان ځواکونه سوکه سوکه پر خپلو پښو دريږي، او نظامي هغه يې دا دی چي مسلح قوتونه مسؤليت پر خپله غاړه اخلي، دا په دې مانا ده چي ځواکونه خپل ترتيبات او تيارۍ نيسي دا بده خبره نده.

دويچه ويله: په تيرو لسو کلونو کي نا امني ورځ په ورځ زياتيږي ايا په دي لنډه موده کي چي بهرنيان ووزي افغان دولت به وکړاي سي چي په يوازي سره خپلو چارو ته سمون ورکړي؟

غلجي: افغانستان لس کاله دمخه يو ويجاړهيواد وو، ديرش کاله کيږي چي يو قدم يي پر مخ نه وو اخيستي، نو ډير پرمختګونه سوي او دا لړۍ روانه ده.

دويچه ويله: ويره همدا ده چي دغه لاس ته راوړني به بيرته له لاسه ووزي؟

غلجي: دلته ټولي دنيا په افغانستان کي لويي قربانۍ ورکړي، که دوی دا ځل افغانستان يوازي پريږدي، نو د هغوی ابرو او عزت به توی سي، دا ځل به بيا په افغانستان کي د ترهګرو داسي ځالي جوړي سي، چي د هغوی ټولو امنيت به له خطر سره مخ کړي. او دوی به په خپلو ملکونو کي د ولسونو تر منځ نام بدي سي.

دويچه ويله: د ولسي افغانانو د موجودي انديښني په اړه حکومت بايد څه وکړي؟

غلجي: حکومت بايد شهروندانو ته مطمينه فضا رامنځ ته کړي، دولت بايد خپل تبليغات پراخ کړي، واليان، وزيران د پارلمان غړي او معينان بايد ولايتونو ته ورسي او له خلکو سره منظم کار وکړي، تر څو خلک مطمين سي چي نړيواله ټولنه او امنيتي قوتونه افغانستان يوازي نه پريږدي او دا د دښمن پروپاګندا ده.

مرکه کونکی: ميرويس جلالزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل