1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غمخور: د کرزې بې مسئوليته خبري د زغملو نه دي

۱۳۹۰ آبان ۱, یکشنبه

د کرزي هغي مرکې چي تيره ورځ يې د پاکستان د يوه خصوصي تلويزيوني شبکې جيو سره کړې د افغان کارپوهانو غبرگونونه راپارولي دي. کرزي په مرکه کي پر پاکستان باندي د هرډول بريد څخه د دفاع خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/12xIb
د افغانستان د سياسي چارو کارپوه ښاغلی حبيب الله غمخور
د افغانستان د سياسي چارو کارپوه ښاغلی حبيب الله غمخورانځور: Habibullah Ghamkhor

د افغانستان د سياسي چارو کارپوه ښاغلی حبيب الله غمخور په نظر دا د افغانانو نظر نه، بلکي دکرزي خپل شخصي نظر دی او شخصي نظر هيڅ وخت د افغانانو اراده نه سي تمثيلولای.

غمخور د دويچه ويله آلمان ږغ پښتو ويب پاڼي سره په يوه ځانگړې مرکه کي د کرزي دغه ډول څرگندوني د افغانانو غرور ته سپکاوی او تاريخي تيروتنه وبللې.

« پاکستان د خپل جوړيدو راهيسي د افغانستان سره د ښه گاونډيتوب سلسله نه ده پاللې. دغه ډول بې مسئوليته مرکه زما په عقيده دا د افغانستان د خلکو د غوښتنو انعکاسونکې نه ده. دا چي دی خپل نظر د افغانستان د خلکو په استازيتوب وړاندي کوي دا دده يوه تاريخي تيروتنه ده.»

غمخور وايي، که کرزی پاکستان ته د هغه څه په وړاندي چي د جهاد په وخت کي يې ده ته په پاکستان کي بنگله ورکړې وه او دې پکښی اوسېدی جواب وايي، نو دی دي دا کار شخصي وکړي نه د افغانانو په استازيتوب.

« افغانان نو د پاکستان څخه د څه له پاره دفاع وکړي. ددې له پاره چي تر اوسه يې ددغه هيواد څخه يوه ورځ هم پر کراره نه ده تيره کړې؟ او که يا ددې له پاره چي اوس مو پر کونړ او ننگرهار باندي توغندۍ را اوروي.»

د ښاغلي غمخور په خبره دا چي تر اوسه پوري افغان حکومت په دې نه دی توانېدلی چي د پاکستان په وړاندي يو واحد دريځ غوره کړي. دليل يې دادی، چي دا لمرغوندي روښانه خبره ده، چي د افغانستان په اوسني حکومت کي د نظر يو والی موجود نه دی.

« هغه د پرويز مشرف او جنرال حميد گل خبره ده، چي ويلې يې ول، دوی يعني پاکستان تر هرچا د افغانستان په حکومت کي برلاسي دي. حتي دغه اوسني جمهوررئيس او صدراعظم يې په تکرار دغه خبره کړې ده، چي په افغانستان کي چي هر کار کيږي او هر دولتي چارواکی چي مقرريږي بايد زموږ په سلا مشوره سره ترسره سي.»

وروسته تر هغه چي د کرزي دغه څرگندوني په کورنيو او بهرنيو رسنيو کي سر وشاربل سوې اوس د ولسمشر کرزي يوه وياند ويلي دي، چي د جمهوررئيس حامد کرزي دغه خبري ښه نه دي تعبير سوي، غمخور وايي چي کرزي هروخت تر دغه ډول خبرو وروسته د خبرو د ناسم تعبير خبره کړې.

« کله چي مي دغه خبر واوریدئ ماته خندا راغله، دا لس کاله کيږي، کله چي دغه ډول بې مسئوليته خبري وکړي، بیا نو وياند ته ووايي، چي د يو څو ژوناليستانو سره مرکه وکړه او ورته ووايه چي تاسو غلط تعبير کړی، او که دده خبري سړی په اردو واوري هيڅ د غلط تعبير خبره نسته. دی عملاً وايي، زه د پاکستان شا ته ولاړ يم. هرڅوک چي د پاکستان پر ضد عمل وکړي، دا که امريکا وي که هندوستان که بل څوک زه د پاکستان ملاتړ کوم. نو ددغه بربنډو څرگندونو څخه د غلط تعبير معني څه ده.»

هغه زياته کړه، چي دغه ډول څرگندوني تر اوسه پوري هيڅ چا، حتي هغو کسانو چي په پاکستان کي وسله وال سول او افغانستان ته د جنرال حمید گل په ملاتړ چي رباني، گلبدين او داسي نور پکښي يادولای سو تر واکه پوري ورسېدل دغه ډول بې مسئوليته خبري نه دي کړي، لکه ښاغلي کرزي چي په خپله لس کلنه دوره کي کړي او لا يې کوي.

کرزی د هغه پاکستان څخه ددفاع ملاتړ کوي، چي غواړي په افغانستان کي هر وخت ددوی يو لاس پوڅی رژيم جوړ سي او هر څه چي دوی غواړي هغه تر سره کړی.