1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني او نواز شريف په پاريس کي ملاقات کړي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ آذر ۹, دوشنبه

د افغانستان او پاکستان مشرانو په پاريس کي په دې موخه سره ليدلي چي له طالبانو سره د سولي پروسې خبري بيرته پيل او خپلمنځي اړيکي ښې کړي. د افغانستان او پاکستان سیاسي اړيکي په کابل کي تر خونړيو بريدونه وروسته خړي پړي سوې.

https://p.dw.com/p/1HF50
Pakistans Premier Sharif mit afghanischem Präsidenten Ghani in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

رويترز خبري آژانس ليکي، د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف له دفتره په يوه خپره سوې بيانيه کي راغلي دي چي دواړو مشرانو په پاريس کي د اقليم کنفرانس په څنډه کي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د نوامبر ۳۰مه) ملاقات لرل.

په وينا پاڼه کي ويل سوي دي: «دواړو مشرانو ژمنه کړې چي له طالبانو سره به د سولي پروسې خبري اتري بيا پيلوي، څو په افغانستان کي له ۱۴ کلنو راهيسي روانه جګړه پای ته ورسيږي.»

دغه راز زياته سوې ده: «دواړه سياستوال پر دې باندي سره سلا سوي دي چي له هغو کسانو سره چي د سولي په پروسه د افغان حکومت په بغل کي مشروع رول لوبوي يو ځای کار وکړي او له هغو سره چي د سولي په پروسه کي خندونه پيښوي پرضد عمل وکاندي.»

د روان کال په جولای مياشت کي په لومړي وار په پاکستان کي د افغان وسله والو طالبانو او کابل حکومت د استازو خبري پيل سوې، خو دوهم پړاو ئې له هغه وروسته وځنډېد چي د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړيني خبر افشا سو.

د وسله والو طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور تر اوسه پوري له افغان حکومتي چارواکو سره د سولي د خبرو اترو په اړه خپل دريځ روښانه کړی نه دئ، خو څو ورځي مخکي ئې په قطر کي د خپل سیاسي دفتر له پاره نوي مشران وټاکل.

افغان حکومت له شريف سره د خبرو اترو په اړه تر اوسه پوري څه ويلي نه دي.


د پاکستان د لومړي وزير د دفتر له خوا په خپره سوې وينا پاڼه کي دغه راز راغلي دي چي نواز شريف افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته په خپله خاوره کي د تروريزيم پرضد مبارزه کي د پوځي عملياتو په اړه معلومات ورکړي دي او ويلي ئې دي چي هغه قسم کړی دئ چي «پاکستان به ټول هغه څه وکړي چي دواړو هيوادونو ته د تروريز له شته ګواښ سره په ټينګه مبارزه وکړي.»

د کابل او اسلام آباد اړيکي له هغه وروسته خړي پړي سوې چي په کابل کي وسله والو طالبانو خوا خونړي بريدونه وکړل او افغان چارواکو وويل چي طراحان ئې په پاکستان کي دي. خو پاکستان دغه تورونه نه مني.