1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: د افغانستان بیرغ نه بدلیږي؛ نورو بیرغونو ته ځای نه شته

مسعود جهش
۱۳۹۸ مرداد ۲۲, سه‌شنبه

ولسمشر غني وویل چې راتلونکي میاشتې برخلیک ټاکونکي دي چې د اوږدې مودې له پاره به د افغانستان مسیر وټاکي خو هغه ټینګار وکړ چې د سولې په بهیر کې به د افغانستان پر امنیتي ځواکونو او نورو ارزښتونو معامله و نه شي.

https://p.dw.com/p/3NpMs
Schweiz - Afghanistan Konferenz in Genf: Ashraf Ghani
انځور: Getty Images/AFP/D. Balibiouse

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د سه شنبې په ورځ د اختر په مناسبت د امنیتي ځواکونو یوې غونډې ته په وینا کې یو وار بیا ټینګار وکړ چې که څه هم سوله راتلونکې ده خو دغه بهیر به د امنیتي ځواکو پر سر د معاملې په بیه پر مخ ولاړ نه شي. که څه هم ولسمشر غني په مستقیمه توګه د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې مذاکراتو یادونه ونه کړه خو د خبرو ډیره برخه یې په همدې اړه وه.

ولسمشر غني وویل: «په دې پنځو کلونو کې د سولې په برخه کې دومره پرمختګ شوی چې هیڅ کله نه وو شوی خو دا په دې معنی نه ده چې موږ هر ډول سوله منو. هغه سوله منو چې د افغانستان عزت په کې وي او دا بیرغ  به [په کې] رپیږي. دا بیرغ نه بدلیږی. دا د افغانستان ملي بیرغ او ملي ویاړ دی. نورو بیرغونو ته ځای نه شته.»

«افغان دولت او امنیتي ځواکونه د نړۍ اصلي شریکان دی»

په داسې حال کې چې په قطر کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ اتم پړاو خبرې اترې پای ته رسیدلي او دواړه خواوې د پرمختګ خبره کوي، داسې ښکاري چې لا هم ولسمشریزې ټاکنو د اختلافي موضوعګانو په سر کې وي. د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په وار وار سره ټینګار کړی دی چې د واشنګټن له پاره د سولې بهیر لومړیتوب لري نه د افغانستان ټاکنې. طالبان بیا د بهرنیو ځواکونو په حضور کې ټاکنې په بشپړه توګه ردوي او وايي چې د نظام د څرنګوالي په اړه پریکړه به له واشنګټن سره د ځواکونو د وتلو پر سر تر تړون وروسته وکړي او تر هغه وخته پورې ټاکنې ورته د منلو وړ نه دي. دې ډلې د راروانو ولسمشریزو ټاکنو پر مهال آن د بریدونو ګواښونه هم کړي دي. خو ولسمشر غني بیا ټینګار کوي چې له ټاکنو پرته د افغانستان دولت نه شي کولي د سولې په مذاکراتو کې پریکړې وکړي.

د سه شنبې ورځې په وینا کې ولسمشر غني یو ځل بیا له افغان ځواکونو وغوښتل چې د راروانو ټاکنو امنیت ټینګ کړي. هغه دا هم روښانه کړه چې افغان حکومت او امنیتي ځواکونه یې د نړۍ «اصلي او قانوني شریکان» دي.

د غني په خبره د نړۍ اساسي شریک د افغانستان اسلامي جمهوريت دی او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د نړۍ اصلي او قانوني شریکان دي. ولسمشر غني وویل: «له امریکا او ناټو سره کوم نوي تړون ته اړتیا نه شته [...] په هغه ورځ چې انشاالله د سولې خبرې اترې پیل شي یوه ګډه اعلامیه به خپره شي.»

ولسمشر غني روښانه نه کړه چې دغه ګډه اعلامیه به د کومو اړخونو تر منځ وي، خو ښایي هدف یې افغانستان او د دې هیواد نړیوال شریکان وي. د افغان ولسمشر په خبره په دې اعلامیه کې به په ډاګه شي چې «د افغانستان اسلامي جمهوریت د ټول افغانستان رسمي او مشروع دولت دی او ټولو خلکو استازیتوب کوي». د هغه په خبره په اعلامیه کې به دا هم وویل شي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د «نړیوالو ځواکونو شریکان دی».

ولسمشر غني زیاته کړه: «دریم، ټول امنیتي تړونونه مو پر ځای دي او په کې هیڅ بدلون نه راځي [...] څلورم زموږ د امنیتي ځواکونو د تمویل او تجهیز له پاره روښانه ژمنه موجوده ده.»

که څه هم د سولې په روانو مذاکراتو کې یوه د بحث موضوع اوربند ده، خو ولسمشر افغان امنیتي ځواکونو ته وویل چې د سولې د تړون تر تصویبیدو دې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي. هغه وویل: «تر هغې ورځې پورې چې د سولې پیمان د افغانستان د خلکو له خوا تصوبییږي، د افغانستان د امنیتي ځواکونو دنده د قوې استعمال دی.»