1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسمشر غني پیغام به ملګرو ملتونو او دونالد ترمپ ته څه وي؟

۱۳۹۶ شهریور ۲۶, یکشنبه

ولسمشر محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وینا کوي او په څنډه کې به یې د نورو ترڅنګ له ولسمشر دونالد ترمپ سره وګوري. چارواکي وایي چې ولسمشر غني به په خپلو خبرو کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې باندې تمرکز وکړي.

https://p.dw.com/p/2k83C
Afghanistan Unabhängigkeitstag Präsident Ashraf Ghani
انځور: Reuters/O. Sobhani

د ارګ مرستیال ویاند دواخان مینه پال، وايي چې ولسمشر غني به د ترکمنستان له پلازمېنې عشق اباد څخه ماښام ناوخته امریکا ته سفر وکړي او د ملګرو ملتونو په ۷۲مه کلنۍ ناسته کې به وینا ولري.

هغه زیاته کړه چې ولسمشر غني به پر دې ټینګار وکړي چې له تروریزم سره باید پرته له توپیره مبارزه وشي ځکه دا مهال یوازې افغانستان په کې لویه قرباني ورکوي.

 په یاد سفر کې به ولسمشر د ملګرو ملتونو تر ناستې وروسته د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ او ځینو نورو ولسمشرانو سره خبرې اترې ولري.

دې سفر ته د نړیوالو اړیکو کارپوهان ډېره هیله نه لري او وايي چې ولسمشر غني په تېرو دریو کلونو کې د فساد سره د مبارزې په برخه کې پاتې راغلی او له همدې کبله به د نړی باور پرې کم وي.

نور مطالب:

ولسمشر غني د امریکا نوې ستراتیژي د کابل او واشنګټن په ګټه وبلله

غنی: د افغانستان پر دښمنانو "رحم" نه کوو

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال، د یکشنبې په ورځ د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل چې دا سفر به له ګڼو لاسته راوړنو ډک وي. هغه وویل: «موږ پر دې باور یو چې ټوله سیمه باید پرته له توپیره او د مسئولیت په منلو سره د تروریزم پر وړاندې مبارزه وکړي.»

مینه پال روښانه کړه چې د ملګرو ملتونو د ۷۲مې ناستې په څنډه کې به ولسمشر غني د یو شمېر نورو هېوادونو له مشرانو او د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر تر څنګه د دې هېواد د امنیت شورا له مشر، دفاع وزیر او ځینو نورو پوځي چارواکو سره وګوري.

مینه پال وویل:«په دې ناسته کې به د افغانستان جمهور رییس د افغانستان او امریکا تر منځ پر همکاریو، سوله او امنیت، او له تروریزم سره د مبارزې په اړه خبرې اترې ولري.»

د مینه پال په خبره ولسمشر به په خپلو ناستو کې د افغانستان د وروستیو لاس ته راوړنو په اړه هم خبرې وکړي.

د امریکا د سیاست بدلون

که څه هم حکومت وايي چې په تېرو څو کلونو کې یې ګنې لاسته راوړنې درلودلې دي خو سیاسي او د نړیوالو اړیکو څېړونکي ټینګار کوي چې حکومت له تمې سره سم پر مختګ نه دی کړی او لا هم په کې فساد زیات شوی دی.

له ولسمشر غني سره د دويچه ويله مرکه

د نړیوالو اړیکو کارپوه او د پوهنتون استاد انتظار خادم، د روڼتیا د نړیوال سازمان له قوله وايي چې په دې حکومت کې ۲،۹ میلیارده امریکايي ډالر فساد شوی. هغه تمه نه لري چې ولسمشر غني به د نړیوالو زیات باور خپل کړي ځکه په باور یې چې په ګڼو چارو کې حکومت پاته راغلی.

د خادم په اند امریکا نوره ستړې شوې او نه شي کولی په افغانستان کې جګړه وغځوني: «نړیواله ټولنه اوس په هغه کچه له امریکا ملاتړ نه ښيي چې پخوا یې ترې درلود. نو له همدې کبله باید د افغانستان موضوع یو طرفه شي.»

خادم د سولې پر راتلو باندې ټینګار کوي او روښانوي چې که دغه کار و نه شي نو افغانستان به له لا ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان شي: «د امریکا له پاره اوس نور لومړیتوبونه شته: د منځني ختیځ، سعودي عربستان، د یمن او ایران، شمالي کوریا او ډېر نور داسې مسایل شته چې مهم دي.»

خادم وايي په سیمه کې د جګړې د نویو ملاتړو پیدا کیدو ته په اشاره وايي چې د امریکا له پاره د افغانستان سوله اوس د ۲۰۱۱ کال په پرتله څو برابر ګرانه تمامېدی شي. هغه زیاتوي: «نور نو باید د افغانستان قضیه ټوله شي خو لویې ستونزې یې پر وړاندې پرتي دي. یو دا چې د افغانستان په حکومت کې فساد اوج ته رسېدلی دی او عملي مېکانیزم نه شته. بله دا چې امریکا تر ډېره بریده غفلتونه کړي دي او اوس په سیمه کې د افغانستان د جګړې نور مدعیان او ملاتړي پیدا شوي چې جګړه به دوام پیدا کوي.»

د افغانستان او سیمې له پاره د امریکا متحده ایالاتو د نوې ستراتېژي له اعلان سره د افغانستان په جګړه کې څه نا څه بدلون لیدل کیږي. امریکا په دې سیمه کې خپلو هوایي بریدونو ته زور ورکړی دی او د پاکستان په قبایلي سیمو کې هم د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کوي.

زموږ له ارشیف څخه: