1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني د هرات ولایت ته سفر وکړ

عتيق الله مطمئن (هرات)۱۳۹۳ دی ۶, شنبه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ (د دسمبر ۲۷مه) په یو ناڅاپي سفر هرات ته ورسید. د نوموړي سره په دغه سفر کي پنځوس کسیزه پلاوی هم ملګر دی.

https://p.dw.com/p/1EAcH
انځور: picture alliance/AP Photo/Massoud Hossaini

د محمد اشرف غني احمدزي سفر هرات ته د دې ولایت د والي سید فضل الله وحیدي تر ليري کیدو دوې ورځې وروسته ترسره کیږي. وحیدي د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د دسمبر ۲۶مه) و يوې خبري غونډې ته وويل: « زما د ليرې کېدو اصلي لامل د ځمکو د غاصیبینو سره جدې مباریزه وه.»

د افغان ولسمشر ویاند د آلمان ږغ دویچه ویله راډیو سره د خبرو پرمهال وویل: « د ولسمشر د یاد سفر اصلي محور د هرات د امنیتي چارو سمون، د ښي حکومتوالۍ او د هرات لپاره د نوې والي په دنده ګمارل دې.»

و هرات ته د افغان ولسمشر تر ورتګ نیم ساعت مخکې په هرات کي ټينګ امنيتي تدابير ونيول سول او پر ټولو سړکونو افغان عسکر ودرېل. په دې ترڅ کي د ولایت مقام ته نژدې ټول واټونه وتړل سول او د لومړۍ درجې اظهارات پیل سول.

د ولسمشر ویاند نظیف سالارزي و آلمان ږغ ته وويل چي اشرف غني په هرات کي د دینی علماؤ او قومي مشرانو سره هم د هرات د بیلابیلو وضعیتونو په اړوند خبري وکړې.

ویل کیږې چي د ولسمشر یاد سفر دوه محوره لري چي پکښي يو يې ښه حکومتوالي او د امنیت خوندیتوب او دويم يې د هرات لپاره د نوي والي په ټاکل کېدو کي د دغه ولايت د قومي مشرانو، مخورو، عالمانو او مدني فعالانو سره سلا مشوره کول دي.

مدني فعال عبدالباقي عثمانې وايي چي د ولسمشر دغه سفر ځکه لازمه ګټه نلري چې اوس ټول هیواد د سرپرستانو له لوري اداره کیږې او هغه کسان چې د ولسمشر سره يې هرات ته سفر کړی دوی به هم په څو ورځو کې له دندو لري سي.

بل لور مدني فعال نذیر احمد رها وايي، دا چې ولسمشر ونکړای سوه چې پر وخت کابینه اعلان کړي نو اوس هڅه کوي چي په دا رنګه سفرونو سره عامه اذهان راوګرځوي او یو څو وخت لاهم اوسنی حالات وغځوي.

د کارپوهانو له نظره ولسمشر د یاد سفر په ترڅ کې هڅه کوي چي پر خپلو کړو هغه ژمنو د وفا لاره هواره کړي کوم چې د ټاکنیزو سیالیو پر وخت يي هیوادوالو ته ورکړي وې چې تر ډیره د کاروبار برابرول، د هیوادوالو اقتصادي پیاوړتیا، د امنیت راوستل او داسي نوري وعدې شاملي وې.