1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني له صالح او دانش سره د ټاکنو له پاره نوم لیکنه وکړه

۱۳۹۷ دی ۳۰, یکشنبه

د افغانستان اوسني ولسمشر محمد اشرف غني، هم د روان کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماند په توګه نوم لیکنه وکړه. د هغه لومړي مرستیال امرالله صالح او دویم مرستیال سرور دانش دي.

https://p.dw.com/p/3BrKH
Schweiz - Afghanistan Konferenz in Genf: Ashraf Ghani
انځور: Getty Images/AFP/D. Balibiouse

د جولای پر ۲۰مه نیټه د ترسره کیدونو ولسمشریزو ټاکنو له پاره د یکشنبې په ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني او تیم یې هم نوم لیکنه وکړه. اشرف غني په خپلو خبرو کې روښانه کړه چې د ټاکنو د پایلو تر روښانه کیدو پورې به د ولسمشر په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

غني ټینګار وکړ چې د افغانستان انتخاباتي ادارې په اصلاح شي او دی په دې برخه کې له نورو سیاسي ډلو سره همغږی دی. ولسمشر غني د کاندید په توګه تر نوم لیکنې وروسته وویل: «زما په راتلونکي حکومت کې به د پریکړې تر ټولو لوړه مرجع یوه څلور کسیزه ډله وي.»

هغه له دې سره خپلو دوو مرستیالیانو امرالله صالح او سرور دانش او همداراز د انتخاباتي ډلې څلورم غړي محمد یوسف غضنفر ته اشاره وکړه. خو دا لا روښانه نه ده چې غضنفر په د ولسمشر غني په حکومت کې کومه دنده پر غاړه ولري.

ولسمشر غني او له هغه سره په ټیم کې ټولو شاملو کسانو د یوه قوي دولت پر رامنځ ته کولو باندې ټینګار وکړ. د یکشنبې په ورځ د افغان حکومت اجرائیه وي رییس عبدالله عبدالله هم د کاندید په توګه نوم لیکنه وکړه.