1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: هغو کسانو چې په کندز کې غلفت کړئ، مجازات کیږي

فرهمند / جهش ۱۳۹۴ مهر ۹, پنجشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له امنیتي ځواکونو څخه د کندز ښار د بیا نیولو له کبله مننه کړه او ویې ویل، چې له هغو کسانو سره چې په کندز کې وظیفه وي غفلت کړی، قانوني چلن کیږي.

https://p.dw.com/p/1GhNt
Afghanistan Unabhängigkeitstag Präsident Ashraf Ghani
انځور: Reuters/O. Sobhani

ولسمشر غني چې د کندز ښار د سقوط له کبله تر سختو نیوکو لاندې راغلی وو، د پنجشنبې په ماښام په یوه خبري کنفرانس کې څرګند شو او له افغان امنیتي ځواکونو څخه یی د کندز ښار د بیا نیولو له کبله مننه وکړه.

ولسمشر غني وویل چې افغان ځواکونو د کندز ښار د بیا نیولو په عملیاتو کې تلفات نه لرل. هغه وویل چې په کندز کې ستونزې موجودې وې او ټینګار یې وکړ چې د دغه ښار له پيښې څخه یې درس اخیستی دی. غني وویل: «نن د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ثابته کړه چې هم انګیزه لري، هم اراده او هم ظرفیت.»

ولسمشر غني د کندز د پیښې په تړاو د امنیتي، ملکي او څیړنیز کمیسیونونو د جوړولو خبر وکړ: «هر چا چې غفلت کړي، غفلت او خیانت یې باید تثبیت شي او د قانون له مخې باید مجازات شي.»

Afghanistan Gegenoffensive nach Einnahme Kundus durch Taliban
محمد اشرف غني له امنیتي ځواکونو څخه د کندز ښار د بیا نیولو له کبله مننه کړه.انځور: picture-alliance/dpa

خبریالانو له ولسمشر غني څخه په وار وار دا پوښتنه چې ولي کندز سقوط وکړ او دا چې څوک د دې پیښې لامل شول، وکړه خو هغه وویل چې د څیړنو تر بشپړیدو پورې نه شي کولای چې دغې پوښتنې ته ځواب ووایي. هغه همداراز روښانه کړه چې د کندز د پیښې په تړاو یو شمیر کسان نیول شوي دي خو ویې ویل تر هغه وخته پورې چې یوه ملکي او یا هم پوځي محکمه پر دغو کسانو باندې حکم صادر نه کړي نو هغوی باید مجرم و نه پیژندل شي.

غني وویل: «یوه موضوع روښانه ده. هغه کسان چې د واسطې او سیاسي نفوذ له مخې په کار ګومارل شوي وو، لومړي کسان وو چې له کندز څخه وتلي او تښتیدلي وو.» د غني په خبره هغو کسانو چې په داوطلبانه توګه له ملي اردو سره یوځای شوي وو، دا خبره ثابته کړه چې د دې هیواد له پاره قرباني ورکوي.

غني هغه ګنګوسې په کلکه رد کړي چې په کندز کې د عملیاتو اجازه نه وه ورکړل شوې. هغه په دې ښار کې د عملیاتو د پیلیدو په برخه کې ځڼډ د ملکي تلفاتو د مخنیوي له کبله وبلل.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب