1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني وايي که پریښودل شي له پاکستان سره لا مالي مرسته کولای شي

۱۳۹۵ آذر ۱۷, چهارشنبه

ولسمشر اشرف غني د چهارشنبې په ورځ یووار بیا د افغانستان له خوا د پاکستان د مرستو د وړاندیز ردولو ته اشاره وکړه او ویې ویل که کابل پریښودل شي نو دغه پیسې په یوه کال کې خپله ګټلای شي.

https://p.dw.com/p/2Tt6u
Afghanistan Präsident Ashraf Ghani
انځور: picture-alliance/dpa/J. Jalali

ولسمشر محمد  اشرف غني، په کابل کې د ځوانانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال روښانه کړه چې که افغانستان پریښودل شي نو دغه هیواد به ۵۰۰ میلیونه ډالر په یوه کال کې خپله پیدا کړي او که پنځه کاله پریښودل شي نو آن پخپله به له پاکستان سره هم مرسته وکړي.

ولسمشر غني وویل: «د پیسو چم زما زده دی. د ځان له پاره مې یوه همدا کورتۍ بس ده خو د افغانستان له پاره هر څه غواړم. نو یو کال مو دې پریږدي که مي په یوه کال کې پخپله ۵۰۰ میلیونه ډالر پیدا نه کړل، لاس مي راپړې کړئ.»

هغه په دې سره د کابل له خوا د اسلام آباد ۵۰۰ میلیونه ډالرو مرستو وړاندیز ردولو ته اشاره وکړه. غني د اسیا د زړه په نوم کنفرانس کې د پاکستان د پرمختیایي مرستو په ردولو سره ویلي ول چې اسلام آباد دې د دې پر ځای دغه مرستي د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې مصرف کړي.

غني د چهارشنبې په ورځ وویل: «افغانستان له هیچا څخه صدقه نه غواړې. افغانستان با عزته دولت پر دولت روابط غواړي!» هغه ځوانانو ته په خطاب زیاته کړه: «ځکه یې غواړو چې دا ستاسو حق دی.»

کابل تل پر اسلام آباد باندي د ترهګرو د ملاتړ تور لګوي او ادعا کوي چې د افغان حکومت مخالفي ډلي په پاکستان کې پټنځایونه لري او په دغه هیواد کې پر افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو باندي بریدونه پلانوي. پاکستان بیا تل دغه تورونه ردوي.

ولسمشر غني وویل چې که افغانستان له یاغیانو سره له جګړې اوزګار شي نو پخپله کولای شي چې ډیري پیسې ترلاسه کړي او بهرنیو مرستو ته به اړتیا نه لري.

په وروستیو وختونو کې د کابل او اسلام آباد اړیکې تر بل هر وخت ډیري خړي پړي شوي دي. ولسمشر غني په بشپړه توګه هندوستان ته مخه کړې ده او پاکستان هم هڅه کوي چې یووار بیا له کابل سره نزدې اړیکې رامنځ ته کړي.

کارپوهان وایي چې ولسمشر غني هڅه کوي په اسیا کې د افغانستان د اقتصادي موقف له پياوړي کولو سره یووار بیا په سیمه کې ځان ډیر مطرح کړي.