1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني د هسکې مينې د قربانيانو غم شريکۍ ته ورغلی

۱۳۹۸ مهر ۲۸, یکشنبه

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د يکشنبې په ورځ ننګرهار ولایت ته لاړ او د هسکې مينې په ولسوالۍ کې يې د وروستۍ پيښې د قربانيانو له کورنيو سره وليدل. غني هغه کلي ته ولاړ چې د تيرې جمعې په ورځ په کې تر ۷۰ پورې کسان ووژل شول.

https://p.dw.com/p/3Rb6E
Ashraf Ghani Sicherheitskonferenz Kabul
آرشيفانځور: Reuters/O.Sobhani

د حکومت يوه وياند د آلمان خبري آژانس ته وويل چې د افغانستان ولسمشر ننګرهار ته په دې موخه سفر کړی تر څو د هسکې مينې ولسوالۍ د تيرې اوونۍ خونړۍ پيښې د قربانيانو له کورنيو سره خپله غم شريکي وکړي. خو دغه آژانس په رپوټ کې د ولسمشر غني د سفر په اړه له دې پرته نور څه نه دي ويلي.

خو په دې اړه د ارګ له خوا په يوې اعلاميه کې ويل شوي: «جمهوررئیس غني د قربانیانو کورنیو او د شینوارو مشرانو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ پرمهال وویل، دا یوازې ستاسو نه، بلکې زموږ ټولو شریک غم دی او سخت ورباندې غمجن یوو.»

ارګ ويلي چې غنې په دغې ليدنه کې د قربانيانو د کورنيو د زغم ستاينه کړې ده. په اعلاميه کې د غني له قوله ويل شوي: «د قربانیانو د کورنیو د غم کمولو په موخه به دوی ته د یوې یوې نمرې ځمکې د ورکولو ترڅنګ د هغوی د کورنۍ غړي بیت الله شریف ته د عمرې او حج مراسمو د ادا کولو لپاره ولېږو.«

د ننګرهار د ولايتي شورا غړی افتخار مراد وايي چې د هسکې مينې ولسوالۍ په يوه جومات کې د تيرې جمعې په ورځ د لمانځه پر وخت چاودنه کې د ۶۵ او ۷۰ تنو تر منځ کسان ووژل شول او له ۳۰و ډير نور ټپیان دي. د ولايتي شورا دغه غړي وويل چې د پيښې قربانيان د شنبې په ورځ خاورو ته وسپارل شول.

Afghanistan | Begräbnis der Opfer der Bombenattacke auf eine Moschee in Jodari
د پيښې قربانيان د شنبې په ورځ خاورته وسپارل شولانځور: picture-alliance/AP Photo/W. Sabawoon

مردا زياتوي چې په جومات کې دوه درنې چاودنې هغه مهال د خلکو په منځ کې رامنځ ته شوې چې خلک د جمعې په لمانځه ولاړ ول. د هغه په وينا چاوديدونکي توکي له مخکې په جومات کې ځاي پر ځای شوي وو.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استاځي تادماچي ياماماتو د دغې پيښې په اړه غبرګون کې ويلي دي: «پر ملکي خلکو باندې دغه ډول بې بې احساسه او پوچ بريدونه په هيڅ ډول د توجيه وړ نه دي.»

تر اوسه لا نه ده روښانه چې پر جومات باندې دغه بريد چا او په څه موخه ترسره کړی دی. خو د ويلو ده چې په ننګرهار ولایت کې د دولت دواړه وسلوالې مخالفې ډلې، طالبان او داعش فعالې دي. تر دې وړاندې په رپوټونو کې ويل شوي چې حکومت له خوا د پيښې د څرنګوالي په اړه پلټنې پيل شوي دي.

رپوټونه کاږي چې روان کال په افغانستان کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده. په افغانستان کې ملګرو ملتونو سياسي دفتر يا يوناما د تيرې پنجشنبې په ورځ په خپل وروستي رپوټ کې ويلي وو د روان کال په لومړيو ۹ مياشتو کې ۲۵۶۳ تنه ملکيان په افغانستان کې وژل شوي دي.

آژانسونه/ م ک ص/ ا ا