1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني، پوتين ته تاوده سلامونه لېږلي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ فروردین ۲۶, چهارشنبه

ولسمشر اشرف غني د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين ته تاوده سلامونه لېږلي دي. د غني د ملي امينت سلاکار حنيف اتمر په مسکو کي د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف ته دغه پيغام رسولی دئ.

https://p.dw.com/p/1F8la
انځور: AFP/Getty Images/S. Marai

د افغانستان د جمهور رئيس محمد اشرف غني د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر په مسکو کي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرگي لاوروف سره په ليدنه کتنه کي د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين ته د غني پيغام رسولی دئ.

د روسيې خبري آژانس «ريا نووستي» خبر ورکړی دئ، چي اتمر د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د اپريل ۱۵مه) په مسکو کي له سرگي لاوروف سره په خبرو کي وويل: «اجازه راکړئ چي تاسو ته د ولسمشر غني پيغام وړاندي کړم. جمهور رئيس غني تاسو او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ته تاوده سلامونه رالېږلي دي.»

د هغه په خبره مسکو ته ئې سفر او د دې پيغام هدف «د افغانستان او روسيې اړيکي په لوړه سطح پيلول» دئ.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف له اتمر سره په ليدنه کي ويلي دي: «موږ تيار يو چي په افغانستان کي د ثبات ټينگولو له پاره پراخي مرستي وکړو. موږ تيار يو چي ستاسو او دباندنيو شريکانو سره په گډه کار وکړو، څو پر تروريستي او د مخدرو موادو پر گواښونو برلاسي سو.»

د چهار شنبې په ورځ په مسکو کي د شانگهای د همکاريو سازمان په غونډه کي افغانستان د څارونکي غړي په توگه گډون لاره.

تر دې یوه ورځ د مخه د روسيې د انترفکس خبري آژانس ليکلي ول چي د روسيې د ملي امنيت شورا رئيس نيکولای پاتروښيف ويلي دي چي د افغانستان په اړه د امريکا سياست ناکامه سوی دئ.

پاتروښيف د سه شنبې په ورځ د شانگهای د همکاريو سازمان د غړو هيوادونو د مشرانو په غونډه کي ويلي ول: «له بده مرغه د واشنگټن مات سياست نه يوازي ستونزي اواري نه کړې، بلکي ډيري ئې کړې.»

هغه زياته کړه: «افغانستان ته د نړيوالو ځواکونو د ورتگ اصلي دنده چي د القاعدې او طالبانو ځپل ول په سمه توگه ترسره نه کړه.»

د روسيې د ملي امنيت شورا رئيس دغه راز ويلي دي: «پر دې سربيره افراطيت د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کي پر خپل نفس باندي د اعتماد احساس پيدا کړی دئ. د دغه هيواد په شمال کي مرکزي اسيا هيوادونو ته د افراطيانو د نفوذ کولو له پاره يو پل جوړ سوی دئ.»

هغه زياته کړې ده چي په افغانستان کي د «دوامداره آزادۍ» په نوم ماموريت له پيل راهيسي په دغه هيواد کي د تارياکو توليد ۴۰ برابره ډير سوی دئ.