1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«که طالبان سولي ته تيار سي د سياسي گوند په توگه منل کيږي»

۱۳۹۶ اسفند ۹, چهارشنبه

ولسمشر غني د کابل پروسې په غونډه کي طالبانو ته وړاندیز وکړ چې که سولي ته غاړه کیږدي، ډله یې د یوه سیاسي ګوند په توګه منل کیږي او د اساسي قانون تعدیل چې د طالبانو غوښتنه ده هم زمینه برابریږي.

https://p.dw.com/p/2tR3U
Afghanistan Kabul Friedens-Konferenz
انځور: Reuters/O. Sobhani

د کابل پروسې دویمه غوڼده د ۲۵ هيوادونو افغانستان او دوو نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون په آرګ کې پيل شوه.

په کابل کې ددغي غنډي د امنیت له پاره ټینګ امنیتي تدابير نيول شوي او افغان حکومت د کنفرانس د غوره امنیت په موخه په کابل کې نن چهارشنبه (۲۰۱۸ م کال د فبرورۍ ۲۸مه) عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي د غونډي گډوال غواړي کرۍ ورځ پر دې باندي سلا مشورې سره وکړي چي افغان حکومت څرنگه کولای سي له وسله والو طالبانو سره سوله وکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه نړيوال کنفرانس ته په پرانيستونکي وینا کې وویل، افغانستان له څلور لسيزو جګړو څخه د راوتو په حال کې دی.

غني په دې اړه د کنفرانس ګډونوالو ته وویل چې حکومت او د سولي عالي شورا په وروستیو څو میاشتو کې د هيواد په کچه څو مشورتي غونډي هم جوړي کړي دي چې له امله یې د سولې په اړوند یوه ملي اجماع هم رامنځته شوې: «دغه اجماع د اساسي قانون مطابق د هيواد د ټولو اتباعو د حقونو په ساتنه او د ښځو په گډون د ټولو اقشارو، سیاسي او جهادي مشرانو او د اقوامو په مشارکت ولاړه ده.»

ښاغلي غني طالبانو ته وړاندیز وکړ چې که سولي ته غاړه کیږدي، ډله یې د یوه سیاسي ګوند په توګه منل کیږي او د اساسي قانون تعدیل چې د طالبانو غوښتنه ده هم زمینه برابریږي.

جمهوررئیس غني وويل: د سولې پروسه به د مذاکراتو، تصویب او تطبیق په درو مرحلو کې ترسره کېږي، په ټولو مراحلو کې به يې د ښځو استازې ګډون کوي او له هغوی سره به سلا مشوره کېږي. هغه زياته کړه، د دغسې یوې سولې له پاره موږ دغه لار چارې وړاندیز کوو: د افغانستان دولت په رسمیت وپېژندل شي، د قانون حاکمیت ته درناوی وشي، اصلاحاتو ته لاره اواره شي او د متوازن پرمختګ، او د کډوالو راستنېدلو له پاره انتظامات وشي؛ د ټولو اتباعو، په تېره د پخلا کېدونکیو طالبانو د امنیت له پاره تدابیر ونیول شي.

جمهوررئیس غني د کابر پروسې په کنفرانس کي وويل: «د سولې له پاره دي حقوقي چوکاټ وضعه شي او د غوښتني په صورت کې دي په اساسي قانون کې د پیشبیني شوې قانوني پروسې له لاري د اساسي قانون بیا کتنه وشي، او د بندیانو د آزادولو او د بندیزونو له لستونو څخه د ایستلو له پاره دې قانوني لارې چارې تعقیب شي. د سولې له پاره دې سیاسي چوکاټ وضع شي: اوربند دي رامنځته شي، طالبان دي د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي، د باور جوړوني ترتیبات دي ونیول شي او عادلانه او آزادو ټاکنو ته دي لاره اواره شي.

افغان حکومت وایې، د کابل پروسې د دویمي غونډي توپير له لومړی هغې سره دا دی چې په نننۍ غونډه کې د سولې خبرو یو ټولیز چوکاټ ټاکل کیږي او پرهغې بحث کیږي.

د چارواکو په وینا د کابل پروسې نوښت د افغانانو دی چې سیمه ایز او نړېوال ملاتړ هم له ځان سره لري.

افغان حکومت د سولې خبرو ته هیڅ ډول شرط نه لري

ټاکل شوې افغان حکومت، د سولې په اړه د کابل پروسې دویم کنفرانس ته د سولې ټولیزه طرح وړاندې کړي.

آرګ وايي، د سولې طرح لومړنی وړاندیز دا دی چې افغان حکومت د سولې خبرو د پيل له پاره هیڅ ډول لومړنی شرط نه لري او د طالبانو هغه ډلې هم چې سوله غواړي کولای شي خپل چمتوالی اعلان کړي.

د سولي خبري چيري باید پيل شي؟

افغان حکومت غواړي چې د سولې خبري په کابل او یا هم د هيواد له ولایتونو څخه په یوه کې ترسره شي، خو که چيري مقابل لوری په ملګرو ملتونو او یا هم دریم بې پرې هيواد کې د سولې خبرو ته ليوال وي، افغان حکومت دغه شرط ته هم چمتوالی لري.

په کابل پروسه کې، کابل اسلام اباد ته څه وړاندیز کوي؟

افغان حکومت وايي، د کابل پروسې په دویمه غونډه کې پاکستان ته هم وړاندیز کوي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي ختمولو په موخه له دوی سره هرډول خبرو اترو ته چمتو دی.

د کابل پروسې لومړۍ غونډه د تير لمریز کال په جوزا میاشت کې تر شلو ډېرو هيوادونو په استازيتوب په کابل کې جوړه شوې وه.