1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غنی: افغانان د نورو په استازیتوب له ترهګرۍ سره جنګیږي

حسین سیرت۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۰, یکشنبه

افغان ولسمشر ویلي چې افغانستان د یوې تپل شوې جګړې قرباني دی او که د سیمې هیوادونه له ترهګری سره د مبارزې په برخه کې همکاري و نه کړي نو جګړه به یوازې په افغانستان کې محدوده پاتې نه شي.

https://p.dw.com/p/1FNdb
انځور: AFP/Getty Images/S. Marai

د افغانستان د ملي امنیت شورا په وروستیو وختونو کې اعلان وکړ چې د بیلابیلو هیوادونو ترهګرې ډلې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې ځاي پر ځاي شوي دي. د ملي امنیت مشاور محمد حنیف اتمر، وویل چې د دغو ډلو اصلي هدف له چین، تاجیکستان او ازبکستان هیوادونو سره پر پوله پرتو ولایتونو کې د اډو جوړول دي ترڅو وشي کولای دغو هیوادونو ته نفوذ وکړي.

د اتمر په خبره د ترکستان اسلامي جنبش ډله، غواړي خپل ځان چین ته ورسوي، انصارالله غواړي تاجیکستان ته لار وموندي، د ازبکستان اسلامي جنبش غواړي د منځنی اسیا هیوادونو او بالاخره روسیې ته ولاړه شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د یکشنبې په ورځ په کابل کې د کرواشیا له جمهور ريیسې سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې ترهګرې ډلې د سیمې ټول هیوادونه خپل هدف ګڼي. هغه زیاته کړه: «د ترهګرۍ نړیواله شبکه زموږ ټول ګاونډي له هندوستانه بیا تر روسیې پورې خپل هدف بولي. هغوی نن غواړي چې زموږ له خاورې څخه د سیمې، اسلامې نړۍ او نړیوالې ټولنې د ناامنولو په موخه کار واخلي.»

د کرواشیا ولسمشرې کلیندا ګرابار کیتاروویچ، چې کابل ته په رسمي سفر راغلی دی وویل چې هیواد به یې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او دا چې اوس په بدخشان ولایت کې آزمایښتې پروژې پر مخ وړي.

د نورو په استازیتوب جګړه

غني وویل چې اوس مهال افغانستان د ګاونډیو، سیمې او نړۍ په استازیتوب له ترهګرۍ سره جنګیږي. هغه ټینګار وکړ چې د سر پریکولو په څیر «وحشیانه اعمال» د هغو کسانو له خوا ترسره کیږي، چې دې هیواد پورې تړاو نه لري.

د ولسمشر غني په خبره په افغانستان کې جګړه هغه وخت پای ته رسیدای شي چې افغانان خپل کورني مسایل په دقیقه توګه وڅیړي او ورته د حل لارې وموندي. هغه وویل چې د افغانستان د اساسي ستونزې یوه برخه هغه کسان دي چې له اساسي قانون سره مخالفت کوي: «موږ په دې هڅه کې یو چې په اساسي او اصولي ډول ملي فضا چمتو شي او نوره هم پیاوړې شي.

جګړه د کورنیو مسایلو د حل لار نه ده. یوازیني د حل لاره یو منسجم او مدبرانه سیاست دی چې وشي کولای ټول افغانان په خپله غیږه کې ونیسي. د بهرنیو له پاره باید یوه بهرنۍ د حل لار وموندل شي.»

د غني په خبره باید په سیمه کې امنیتي او اقتصادي تړونونه رامنځ ته شي ځکه په اند یې په افغانستان کې اوسني شته ګواښونه یوازې دې هیواد ته محدود نه پاتې کیږي.

ولسمشر ټینګار وکړ چې د مخدره توکو د قاچاق نړیواله مافیا هر کال د دغو توکو له قاچاق څخه ډیرې پیسې ترلاسه کوي، خو بیا په دې برخه کې اصلي قرباني افغانان ورکوي. هغه زیاته کړه: «یو له هغو عناصرو څخه چې په افغانستان کې یې تحمیلي جګړه رامنځ ته کړې ده جرمي اقتصاد دی.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب