1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غنی: د افغانستان پر دښمنانو "رحم" نه کوو

۱۳۹۶ مرداد ۱۲, پنجشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایې، چې حکومت به پر ترهګرو ډلو رحم ونه کړي. خو د چارو شنونکي بیا د ترهګرو ډلو پروړاندي یوازي رسنیزې څرګندوني بس نه بولي.

https://p.dw.com/p/2hdPG
Afghanischer Präsident Ashraf Ghani
انځور: picture alliance/AP Images/R. Gul

د افغانستان جګړه، چې اوس پکې د داعش ډلې فعال حضور لا نوره پسې پیچلې کړې ده. دوې ورځې وړاندې په هرات کې د شیعه ګانو پر جومات د برید مسؤلیت داعش وسله والې ډلې پرغاړه واخیست. په دغه برید کې تر 30 ډېر کسان وژل شوي او په لسونو نور ټپیان دي.

په همدې حال کې تېره اونۍ د کانونو وزارت د کارکونکو پر موټر ځانمرګي برید، هم د یاد وزارت تر 30 ډېر کارکونکي ووژل.

 افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشنبې (2017 م کال د اګست 3مه) په کابل کې د کانونو وزارت د وژل شویو کارکوونکو د فاتحې په مراسمو کې وویل، د ملي امنیت پر ریاست او د کندهار د والي پر مېلمستون د برید عاملان پيژندل شوي او په سزا به ورسیږي: «ومو لیدل چي د کندهار او پر لسم ریاست د برید مسؤلین کشف شوي او ډیر ژر به د دې فاجعې مسؤلین هم کشف کړو. په دې باور ولرئ چې د افغانستان دښمنانو له پاره هیڅ ډول رحم نه شته.» 

خو ولي د جگړې دوام؟

سره له دي چې افغان حکومت په وارو وار د امنیت د ټینګښت او وسله والو مخالفینو د ماتولو ژمنې کړي، خو د هر ورځې په تېرېدو سره د هېواد امنیتي وضعیت کړکیچن کیږي.

اوسمهال د افغانستان په ۷ ولایتونو کې جګړه روانه ده. ان طالبانو اوس دا وړتیا هم موندلې چې لویو لارو ته راوځي او ولسوالیو ته سقوط ورکوي. خو پوښتنه داده چې ولې افغان حکومت د ۳۵۰ زره امنیتي ځواک په لرلو سره نه توانیږي چې د وسله والو د ځانمرګو او مخامخ برېدونو مخنیوی وکړي؟

افغان شنونکي بیا هم د افغانستان په جګړه کې د څو هېوادونو استخباراتي شبکې ښکېل بولي. د پوهنتون استاد او سیاسي شنونکي فاروق بشر دويچه ویله ته وویل، تر هغه چې امریکا متحد ایالات پر پاکستان فشار رانه وړي، په افغانستان کې جګړه نه دریږي: «تر هغه چي د گاونډیانو ترمنځ نیابتې جګړې ادامه ولري او لوی قدرتونه مداخله ونه کړي، دا جګړه نوره هم پسې ډیریږي.» 

خو ولسمشر غني بیا هم ټینګار کوي چې د هغو کسانو غوښتنو ته غاړه نه ږدي چې د ویجاړی او وینې تویونو پرته بله کومه تګلاره نه لري. هغه وويل: «د هغو کسانو غوښتنو ته د نه تسلېمېدو په اړه زموږ اراده او هوډ باید څرګند وي چې د وینو تویولو او ویجاړیو پرته بل پیغام نه لري.» 

په وروستیو څو اونیو کې طالبانو هڅه وکړه چې د غور پر تېورې ولسوالۍ د ولکې په ټېنګولو سره خپله اکمالاتې لاره له سویل څخه شمال ته پرانیزي.

غور هغه ولایت دی چې سویلي هلمند له شمالي فاریاب ولایت سره نښلوي. طالبان وتوانيدل چي د تيوري ولسوالۍ ونیسي خو پنځه ورځې وروسته دولتي ځواکونو هغوی له تېورې څخه پر شا وتمبول.

 د غور امنیه قوماندان ویلي دي چې پر تیوري ولسوالۍ د طالبانو د برید ترشا د ایران لاس دی، چې غواړي له طالبانو په ملاتړ سره په افغانستان کې ناامنۍ پراخې کړي.

د غور د امنیه قوماندان په وینا طالبانو غوښتل چې په دغه برید سره د سلما بند په ګډون دوه بندونه والوځوي.

هاخوا د فراه والي هم ادعا کړې چې ایران غواړي د فراه په ناامن کولو سره دلته د بندونو جوړولو مخنیوی وکړي.  

له مذهبي جګړې ویره

هاخو په دې وروستیو کې ترهګرېزو ډلو پر مذهبي ځایونو برېدونو ته زور ورکړی. برېد ګرو د تېر کال په محرم کې په بلخ او کابل کې د شیعه ګانو مذهبي مراسم په نښه کړل او وروستی پیښه هم په هرات کې د شیعه ګانو پر جومات برید دی.

 ویره داده چې سخت دریزي ډلې غواړي په دغه راز برېدونو سره په افغانستان کې مذهبي جګړو ته لمن ووهي، خو ځيني عام افغانان په دې اند دي چې مذهبي جګړې په افغانستان کې کومه مخینه نه لري نو ځکه دا ډلې به خپلې موخې ته ونه رسیږي.