1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غير مستحقو مهاجرو ته د قوانينو سختېدو پلان

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۳, پنجشنبه

د آلمان دکورنيو چارو وزير د غير مستحقو مهاجرو له پاره د قوانينو سختول غواړي، څو ژر تر ژره دوی خپلو هيوادونو ته اخراج کړای شي.

https://p.dw.com/p/2x6fa
CSU Innenminister Horst Seehofer - Familiennachzug
انځور: picture alliance/dpa/T. Hase

د آلمان د کورنيو چارو وزیر هورست زيهوفر غواړې د مۍ مياشتې تر وروستۍ نيټې او د جون مياشتې په پيل کې د مهاجرو بیرته ليږدولو له پاره يو پلان وړاندي کړي.

زيهوفر د آلمان له «پاساور نوير پريسه» ورځپاڼي سره په خبرو کي وويل: «موږ باید د هغو انسانانو له پاره چې دلته د پاتېدو حق نه لري، قوانين سخت کړو چې په مرسته يې دوي خپلو هيوادونو ته ستانه شي.» د زيهوفر په وينا هغه کسان چې باید بیرته واستول شي له دې وروسته بايد ورته يوازي د ژوند له ضروري شيانو پرته نورې پيسې ورنه کړل شي.

سربيره پردې زیهوفر اعلان وکړ چې د پراختيايي چارو له وزیر ګيرد مولر سره په ګډه داسي يوه پروګرام جوړول په پام کي لري چې له مخې يې له مهاجرو سره د خپلو اصلي هیوادونو پر لور په ستنیدلو کې مرسته وکړي. له دې سره هغه کسان چې د پناه اخيستنې مستحق دي، د هغوی له پاره په ټولنه کې مدغم کيدلو شرايط برابر کړل شي. دغه راز زيهوفر د مهاجرت په هکله د  "صادقانه خبرو" غوښتنه وکړه. هغه زياته کړه: «دا په دې پورې اړه لري چې په هیواد کې هغه وخت امنيت ټينگښت تضمينولای شو، چې موږ د مهاجرو راتګ محدود او هغوي کنترول کړای شو.»

له دې سره زيهوفر له خلکو غوښتنه وکړه چې کوم ناسم پيوستون ښکاره نه کړي. په خاصه توګه بيا داسي مظاهرې چي افغانستان ته د پناه غوښتونکو د ليږدولو مخه نه شي نیولای.

زيهوفر وويل: «له دې سره په اوس وخت کې يوازي هغه کسان چې کوم جرم يې کړې وی، يا د خطر احساس ترې کيږي او يا له همکارۍ کولو څخه ډډه کوي، هغوي موږ افغانستان ته اخراج کوو. کله چې زه د دغه کسانو نوم لړ ته ګورم چې هغوی تیري کوونکي دي او يا يې څوک سخت ټپي کړی وي، نو زه بيا له دا ډول کسانو سره هيڅ تفاهم نه لرم.»

زموږ له آرشیف څخه: