1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فاطمیون لښکر: له طالبانو سره د مبارزې پروګرام نه لرو

۱۴۰۰ مرداد ۷, پنجشنبه

د فاطمیون لښکر فرهنګي او رسنیز مرستیال هغه رپوټونه رد کړل چې د طالبانو پر وړاندې د دغې ډلې د مبارزې په اړه خپاره شوي. نوموړي ټينګار وکړ چې د فاطمیون لښکر په افغانستان کې د حضور او طالبانو سره د مبارزې هیڅ پروګرام نه لري.

https://p.dw.com/p/3yGjn
Iran | Fatemiyoun
انځور: Tasnim

د فاطمیون د لښکر فرهنګي او رسینز مرستیال حجت الاسلام ګنابادي نژاد، د فاطمیون رسنیز مزکز سره په مرکه کې په افغانستان کې د فاطمیون حضور او له طالبانو سره د دوی جنګیدل ناسم وبلل او دا یې د لویدیځو رسنیو اوازې او د امریکایي او اسرائیلي میډیا لوبه وبلله.

ګنابادي نژاد ټینګار وکړ: «زه تکراروم چې فاطمیون لښکر په افغانستان کې د حضور او له طالبانو سره د مبارزې هیڅ ډول پروګرام نه لري.»

فاطمیون لښکر د ایران د سپاه قدس پورې مربوط یو ملیشه ځواک دی چې په ۲۰۱۱م کال کې د افغانستان له شعیه اتباعو څخه جوړ شو. دغه کسان له ایران څخه د دایمي اقامې ژمنې ترلاسه کولو په بدل کې د ایران له مختلفو ښارونو څخه د سوریې جګړې ته واستول شول.

د خپرو شویو رپوټونو په حواله فاطمیون لښکر تر ۲۰۰۰ ډیر ملیشه د سوریې په جګړه کې ووژل شول. اټکل کیږي چې د دغه لښکر شمېر ۲۰ زره کسانو ته رسیږي.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې د پخواني مشر رحمت الله نبیل په وینا په سوریې کې د پوځي شخړې تر کمیدو وروسته د قاطميون لښکر له ۲۵۰۰ تر ۳۰۰۰ پورې ملیشه په دې وروستیو کې بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

ایراني چارواکو د امریکا ضد دریځ د ملاتړ په دلیل د افغانستان د راتلونکي په اړه وار وار طالب مشرانو ته د مذاکراتو په خاطر بلنه ورکړې ده.

 دغو چارواکو همدارنګه په خپلو څرګندونو کې په جلا جلا ډول په ښکاره توګه د طالبانو ملاتړ کړی دی او دغه ډله یې له هغه څه څخه چې شل کاله مخکې وه، متفاوته بللې ده.

اوس د فاطمیون لښکر له وروستي دریځ سره مشخصه شوه، دغه ډله چې د ایران له خوا یې ملاتړ او په وسلو سمبالیږي له طالبانو سره مقابلې ته تیاره نه ده.

دویچه ویله فارسي