1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فدايي: د ديني عالمانو مرسته غواړو

۱۳۹۰ مرداد ۱۸, سه‌شنبه

د ميدان وردگو والي حليم فدايي تيره ورځ دديني عالمانو څخه د وسله والو طالبانو د بغاوت په ختمولو کي د مرستي غوښتنه کړې. ويل کيږي چي په هغه ولايت کي ډيری ځوانانو وسله وال بغاوت ته مخه کړې.

https://p.dw.com/p/12DI7
د ميدان وردگو والي حلیم فدايي
د ميدان وردگو والي حلیم فداييانځور: DW

په دغه غونډه کي پر حکومت پلوه چارواکو سربيره د ترکيي هيواد د جوماتونو او علماو د ټولني مشر او په امريکا کي د اسلامي علومو استاد عبدالله (انپيلي) او ددې ولايت ۲۰۰ تنو ديني عالمانواو ملاامامانو برخه اخيستي وه.

والي وويل، چي ديني عالمان او د قومونو ځايي مشران مسؤليت لري چي له وسله وال بغاوت څخه د ځوانانو په را ګرځولو کي خپل رول ولوبوي. « ديني عالمانو تر اوسه پوري دغه کار په سمه توګه ندی تر سره کړی.»

حليم فدايي، په داسي حال کي له ديني عالمانو د مرستي غوښتنه کوي، چي څو ورځي دمخه يي تر حاکميت لاندي سيمه کي د امريکايي ځواکونو يوه چورلکه را نسکوره سوه.

دغي پيښي چي په ترځ کي يي ۳۱ تنه امريکايي ځانګړو سرتيرو خپل ژوند له لاسه ورکړ وښوده چي کابل ته پرته دغه نږدې سيمه څومره نا امنه ده.

داسي ښکاري، چي تر دې پيښي وروسته د هغه ولايت والي تر سخت فشار لاندي دی، نو ځکه اوس غواړي د ياغيانو د بغاوت د ماتولو او د هغوی ليکو ته د ځوانانو د ورګډيدو مخه د ولسي مشرانو او ديني عالمانو په مرسته ډب کړي.

د ميدان وردګو ولايت چي د افغانستان د شمال او جنوب عمده نښلونکې لاره پکښي تيريږي اوس ډير نا امنه سوی او د امريکايي ځواکونو د چورلکي د سقوط وروستۍ پيښي يي د نړۍ په کچه پام ځان ته را اړولی دی.

د ځايي خلکو په وينا، چي هلته پر طالبانو سربيره د ګلبدين حکمتيار ډله هم ډيره فعاله ده او حتي پر هغو سيمو هم واکمن دي، چي د مرکز ميدان ښار سره په ګاونډي توب کي پرتي دي.

د وردګو والي پر داسي مهال پر وسله والو طالبانو د سولي له بهير سره د يو ځاي کيدو ږغ هم وکړ، چي هلته د امريکايي ځواکونود لويدلي څرخي الوتکي د سقوط د څرنګوالي په باب پلټني رواني دي.

د تنګي سيمي اوسيدونکي چيري چي دغه څرخکه پکښي نسکوره سوې وايي، دوی ته له تيرو څلورو ورځو راهيسي له کورونو څخه د وتلو اجازه نه ورکول کيږي.

د ايساف ځواکونو جنرالان وايي چي په سيمه کي په پراخه کچه تحقيقات روان دي او د سيمي خلک بايد له زغم څخه کار واخلي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل