1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه افغانستان ته زر تنه نور عسکر ليږي

۱۳۸۷ فروردین ۸, پنجشنبه

دفرانسې اولسمشر نيکولاس سرکوزي لويي برطانيي ته دخپل پرون ورځي سفر په وخت کي په دې مسالي باندي ډير زيات ټينګارکړی دی چي افغانستان ته دي بايد زيات عسکر واستول شي.

https://p.dw.com/p/DbNl
د فرانسې جمهوررييس نيکولاس سرکوزي
د فرانسې جمهوررييس نيکولاس سرکوزيانځور: picture alliance/dpa

د فرانسې اولسمشر دلويي برطانيې دپارلمان په وړاندي په يوه وينا کي وايي چي مونږ دا نسو کولای چي افغانستان له لاسه ورکړو او که دغه جګړه زمونږ دپاره په هره بيه تماميږي، بايد دي چي مونږ په افغانستان کي دطالبانو پر ضد په جګړه کي بری ترلاسه کړو. دلويي برطانيي په پارلمان کي د سرکوزي د وينا ډير تود هرکلي سوي سرکوزي ويلي دي چي فرانسه به افغانستان ته 1000 تنه نور عسکر هم واستوي. په روان وخت کي 1500 فرانوسوي عسکر په افغانستان کي دي خو په راتلونکي کي به يي شمیر 2500 ورسيږي. د امريکا دمتحده ايالتونو اولسمشر جورج ډبليو بوش دفرانسويانو د دغي پريکړي ډير ښه هرکلی کړی او ويلي يي دي چي په رومانيا کي به دناتو دمشرانو ستره غونډه يو برياليتوب وي.