1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه او المان د يورو د استحکام لپاره لا زياته همکاري رامنځ ته کوي

۱۳۸۹ آذر ۲۰, شنبه

د جمعې په ورځ په بروکسل کي د اروپايي ټولنې د غړو هيوادونو سرمشريزه پلان سوېده چي د فرای بورگ په غونډه سره فرانسې او المان ورته ښه چمتو والی ونيوی.

https://p.dw.com/p/QW7Q
انځور: dapd

د المان د لومړۍ وزيري انگېلا مېرکل او د فرانسې د ولس مشر نيکولاس سارکوزي تر منځ ليدنه د فرای بورگ په زاړه ښار کي پلان سوې وه. خو د لېدنې تر مخه يوه وړه پېښه رامنځ ته سوه چي په ترځ کي يې يو احتجاج کوونکی پدې وتوانېدی چي پر دواړو مشرانو د اوبو د توپنچې په مرسته اوبه وپاشي. گرچه پدغه ښار کي ډېر زيات امنيتي اقدامات سوي وه خو بيا هم امنيتي چارواکي پدې ونه توانېدل چي د دواړو مشرانو د لندېدلو مخه ونيسي.

خو دغې وړې پيښي د غونډې پر اصلي بهير زياته اغېزه ونه لرله. د المان او فرانسې پلاوی د اُسقفانو د مشر څوليچ سره د ښار د کليسا څخه د ليدنې وروسته بېرته خپلې سياسي غونډې ته ولاړی. د غونډې د ځای څخه دباندي کيڼ لاسه احتجاج کوونکو جنجال جوړ کړی ؤ خو په غونډه کي دننه د همږغۍ فضا خوره وه. د کېل او شټراس بورگ تر منځ د اورگاډي يو نوی پول به دواړه هيوادونه لا سره نژدې کي. د دې تر څنگ به د لومړي ځل لپاره الماني عسکر پر فرانسوۍ خاوره په دوامداره توگه ځای پر ځای کړل سي. د دواړو هيوادونه غواړي خپله مشترکه لِوا پر ايل کيرشن او شټراسبورگ کي تعنيات کړي. د فرانسې ولس مشر سارکوزي پدې هکله وويل چي په فرانسه کي و الماني عسکرو ته ښه راغلاست ويل د ده لپاره د وياړ خبره ده. د يورو پول واحد پر موضوع هم دواړو مشرانو په ښکارندويه توگه د همږغي او يووالي ننداره وړاندي کړه. آغلې مېرکل د يورو په هکله وويل:

« که يورو ناکامه سي نو اروپا ورسره ناکامه کيږي. له همدې وجې به المان خپل پوره کوښښ کوي چي د يورو پول واحد څخه دفاع وکړي او په همدې موضوع باندي موږ سره ږغيږو.»

سارکوزي هم د مېرمني مېرکل دغه خبره په نورو الفاظو بيان کړه چي فرانسه به د يورو څخه دفاع وکړي. دواړو مشرانو په ښکاره سره يو ځل بيا پر خپل دغه مشترک نظر ټينگار وکړی چي دوی د يورو هيوادونو د مشترکه دولتي اسهامو یا د قرضې د اسنادو د رامنځ ته کولو مخالفه دي. مېرکل پدې هکله وويل:

« د يورو د بانډونو يا د قرضو او سود د مشترکه اسنادو په هکله زه وايم چي دغه کار به زموږ په جوړښتي ستونزه کي اړين کومک ونه کړای سي. دلته د سيالي کولو د توان تر څنگ د يوه پول واحد په سيمه کي د يووالي او همږغۍ موضوع مطرح ده چي ياد کړل سوي ټکي بايد لا قوي سي.»

د دې مانا دا ده چي د پر ټولو يورو هيوادونو د نامساوي سود او د نامساوي قمار يا گواښ د ويشلو پر ځای بايد د مالياتو، کاري او په اقتصادي سياست کي ټوله گډ کار وکړي. پدې توگه به د يورو پول واحد لرونکي هيوادونه يو ډول مشترک اقتصادي حکومت ډوله جوړښت رامنځ ته کړلای سي چي له ډېره وخته يې د فرانسې ولسمشر سارکوزي غوښتونکی دی.

د جمعې په ورځ په بروکسل کي د اروپايي ټولنې د غړو هيوادونو سرمشريزه پلان سوېده چي د فرای بورگ په غونډه سره فرانسې او المان ورته ښه چمتو والی ونيوی. پدغه غونډه کي به دواړه هيوادونه کوښښ وکړي چي په نورو دغه وړانديز ومني چي په راتلونکي کي و اروپايي هيوادونو ته قرض ورکوونکي بانکونه هم د بحران پر وخت مسؤليت په غاړه واخلي.

اوبرباخ شټېفن

ژباړونکی: احمدولي اڅکزی

کتونکی: محمد قاسم نوري