1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه خپل افغان همکار کارکوونکي ورغواړي

نجيب الله زيارمل (afp,dpa)۱۳۹۱ دی ۷, پنجشنبه

د فرانسې د دفاع وزارت ويلي دي، چي له افغانستان څخه د ځواکونو تر وتلو وروسته اوس هغه افغانان هم فرانسې ته ورغواړي، چي له دوی سره ئې د ماموريت پرمهال کار کړی دی.

https://p.dw.com/p/179JU
انځور: Reuters

د «Le Monde» ورځپاڼي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر ۲۷) د فرانسې د دفاع وزارت په حواله ليکلي دي، چي دا په ځانگړې توگه هغه ژباړونکي او د هغوی کورنۍ دي، چي د دوی د پوځي ماموريت پرمهال ئې ورسره کار کاوه.

د ورځپاڼي په خبره د دغو افغان کارکوونکو ژوند پخپل هيواد کي له گواښونو سره مخامخ کېدای سي. ځکه هغو په کلونو له فرانسوي ځواکونو سره کار کړی دئ.

دا چي څه تعداد افغانانو ته به وېزې ورکول کيږي، تراوسه پوري معلومه نه ده. خو د فرانسې د کورنيو چارو وزارت د راپور له مخي د دغه ډول ملکي کارکوونکو له پاره نزدې ۸۰ ويزې په پام کي نيول سوي دي.

خو د «Le Monde» ورځپاڼي د راپور له مخي خبره «له ۱۶۰ څخه تر ۱۷۰ افغانانو پوري ده چي له دې جملې څخه له ۶۰ څخه تر ۷۰ تنو پوري ژباړونکي دي، چي له ۲۰۰۸ کال راهيسي ئې له هغوی سره په افغانستان کي کار کړی دئ.»

د فرانسې د دفاع وزارت يوې سرچينې ويلي دي، چي دا د هغو ملکي کارکوونکو «ډير لږ اقليت دئ» چي په افغانستان کي ئې د فرانسې له پاره فعاليت کاوه.

سرچينې زياته کړې ده، له هغو کسانو سره چي په افغانستان کي پاتيږي، د قرارداد پيسې به ئې ورکړي او له هغوی سره به په کار موندنه کي مرسته وکړي.

وروسته له هغه چي د ۲۰۱۲ کال د دسمبر په مياشت کي له افغانستان څخه د فرانسې وروستي جنگي ځواکونه ووتل، اوس هم په دغه هيواد کي نزدې ۱۵۰۰ فرانسوي عسکر مېشته دي.

دغه عسکر د افغان امنيتي ځواک د روزونکو، ډاکترانو او لجستيک دندې ترسره کوي. په افغانستان کي اوس هم په مجموع کي نزدې ۱۰۰۰۰۰ بهرني سرتيري مېشته دي.

په پلان کي ده چي د دغو ځواکونو ډيره برخه د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري له افغانستان څخه ووځي او د ټول هيواد امنيتي چاري پخپله افغانان پرغاړه واخلي.